شاته

اسلام اباد کې دپاکستان دپوځ پخوانی افسر وژل شوی

دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې دپاکستان دپوځ یو پخوانی لوړ پوړی افسر کرنل(ر)طارق قریشي د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

د وژل شوي پخواني پوځي افسر زوئ صادق داسلام اباد د شمس کالونۍ پولیسو ته ویلي چې دهغه دپلار طارق قریشي مړی دکور په تشناب یا واش روم کې پروت ؤ اؤ هغه په ګولیو ویشتل شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي وژل شوی پخواني کرنل دپاکستان استخباراتي اداره کې هم مهمې ذمه وارۍ ترسره کړې وې.

دپېښې سره سم پولیس موقعې ته رسیدلي اؤ پلټنې یې پیل کړي دي.

پولیس وایي چې د وژل شوي طارق قریشي ملازم،ګاډی اؤ دوه موبائیل فونونه هم غائب دي اؤ پولیس دهغې د ریکارډ ترلاسه کولو هڅې کوي.

پولیسو دا نه دي ویلي چې دا دترهګرۍ پېښه ده که هدفي وژنه خو وایي دپلټنو نه به زر دپېښې په اړوند ټول معلومات مخې ته راشي.

دپېښې ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې خو په دې وروستیو کې چې دپاکستان په بلوچستان اؤ قبائیلي ضلعو کې په پوځ اؤ امنیتي چارواکو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

تر دې وړاندې هم دپاکستان بیلابیلو سیمو کې داستخباراتي ادارو یو شمیر اوسني اؤ پخواني مامورینو د وسله والو په ډزو وژل شوي دي