شاته

کرو نا: په پاکستان کې يې 120 او هند کې يې 4191 مړه کړي

کرونا وايرس په اوومه مې په پاکستان کې نور 120 کسان مړه کړي او 4109 پرې نور اخته شوي، بل لور ته په هند کې هم د کرونا له امله نور 4191 کسان مړه شوي او څلور لکه 1228 پرې اخته شوي دي.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تیرو 24 ساعتونوکې د کرونا وايرس مالومولو دپاره 48زره 103 معاينې شوي چې پکې په 4109 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

ويل شوي د 120 نورو مړينو سره په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 18زره 797 ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې تراوسه پورې په کرونا وايرس اته 54زره 240 کسان اخته شوي او اووه لکه 52زره 712 ترې ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې چارواکي وايي په ملک کې د کرونا وبا درېمه څپه روانه ده چې په تيزۍ سره خوريږي او زياته مرګونې ده.

پاکستان د کرونا د مخنيوي دپاره نن د اتمې مې څخه تر 16 مې پورې په ملک کې د سېلګرۍ د ځايونو تړلو او سخت لاک ډاون پرېکړه کړې ده.

بل لور ته د پلاننګ او پرمختيا وزير اسد عمر ویلي په ملک کې دننه د کېنساينو په نوم د کرونا ويکسين جوړول کيږي او د دې روانې مې د میاشتې د اخرې پورې تيار کړی شي.

په پاکستان کې تراوسه پورې د 33 لکه نه زياتو کسانو ته د کرونا ويکسين لګول شوي دي.

بل لور ته په هند کې د کرونا وبا څخه د مړينو او خلکو اغېزمنېدو لړۍ هم په تيزۍ سره روانه ده.

د شمېرو ترمخه په هند کې د تيرو څو ورځو راهسې هره ورځ د څلور لکه نه زيات او نزدې څلور کسان په کرونا اخته کيږي.

تازه شمېرې ښايي په اوومه په هند کې 4191 کسان مړه شوي او څلور لکه 1228 پرې اخته شوي دي.