BBC
 شاته

پوکي مون ویډیو ګیم پر ضد د سعودي عربستان فتوا

Image copyright .

سعودي عربستان کې د مذهبي مسایلو اړوند ادارې د نوي مشهور ويډيويي ګیم پوکي مون ګو پر ضد فتوا ورکړې.

سعودي عربستان کې له دې مخکې هم د دغه ډول ویډیوګیم پر ضد فتوا خپره شوې. دغې ادارې د ۲۰۰۱ کال ورکړله شوې فتوا یو ځل بیا اعلان کړې.

په سعودي عربستان کې پوکي مون ګو څوک په رسمي توګه نه شي لیدلای خو په ټول منځني ختیځ کې ګڼ شمېر کسان دغه انلاین لوبه د نورو ویبسایټونو یا پراکسي سرور له لارې ښکته ( ډاونلوډ ) کوي او بیا یې فعالوي.

Image copyright Getty

پوکي مون ګو د ۱۹۹۶ کال ننټینډو ( د لوبې مرکزي کرېکټر ) پر بنسټ رغول شوې لوبه ده او دا مهال د نړۍ په لر او بر کې بې شمېره مینه وال لري.

دغه لوبه کې لوبغاړي اصلي دنیا کې د پیریانو کارټونونه لټوي. د علماوو شورا عمومي منشي شیخ صالح الفوزان په خبره ډېری خلکو د دغې لوبې په اړه پوښتنې کولې او له همدې کبله پخوانۍ فتوا دویم ځلي خپره شوې ده.

په فتوا کې ویل شوي، چې دغه لوبه حرام تصویرونه لري او قیمار ته ډېره ورته ده، نو له دط کبله د دوی په وینا ناروا ده.