شاته

د G7 په غونډه کې د افغانستان او نورو نړیوالو موضوعاتو خبرې کېږي 

د G7 یا د نړۍ د اووه شتمنو هېوادونو خارجه وزیرانو د نهې، سه شنبې، په ورځ په لندن کې لیدلي دي او د برطانيي خارجه وزارت ویلي دي چې خارجه وزیران به د چین او روس په شمول د افغانستان، شام او میانمار په حالاتو او وروستیو پرمختیاو خبرې اترې کوي.

د برطانيي خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې خارجه وزیر ډومینېک راب په مشرۍ په دې بحثونو کې به د بیلا بیلو سیمو په موضوعاتو، جمهوریت ته ورپېښو ګواښونو، ازادۍ او د بشري حقونو په موضوعاتو باندې خبرې اترې کېږي.

ډومینېک راب ویلي دي چې دا یوه موقع او د وخت ضرورت دی چې د نړۍ جمهوري ټولنې او اتحادونه راغونډ شي او په مشترکه چېلنجونو او ګواښونو باندې خبرې وکړي.

هغه ویلي دي چې په غونډه کې به د میانمار په پوځي جنتا، خلکو او ادارو باندې په بندېزونو لګولو او د میانمار خلکو ته د انساني مرستو ور رسولو باندې زور راوړلی کېږي.

د ګل په ورځ د امریکا خارجه وزیر اېنتڼي بلېنکن د برتانوي خارجه وزیر راب سره د ملاقات په وخت ویلي دي چې د چین په اړه د خبرو اترو مقصد د چین قابو کول یا د فشار لاندې راوستل نه دي.

د خبریالانو سره د خبرو په وخت بلېنکن وویل چې ددوي مطلب د نړۍ نظام د یو ترتیب د لاندې چلول دي او ددې کار لپاره مونږه په شریکه د لسیزو راهیسې ډېره سرمایه کاري کړې ده. مونږه یواځې د خپلو وګړو د پاره نه بلکې د ټولې نړۍ د انسانانو لپاره خبره کوو.

برطانوي خارجه وزیر راب په دې مهال وویل چې که ممکن وي نو دوي د تعمیري سوچ د لارې د مثبتو او مناسبه قدرونو سره د چین سره د موسمي بدلون په شمول په ټولو موضوعاتو خبرې کول غواړي.

د امریکا صدر جوبایډن تېره اوونۍ د کانګرس شریکې غونډې ته د خپلې اولنۍ وېنا په مهال ژمنه ښودلی وه چې په انډوپېسفک سیمه کې به د امریکا د پوځ مستحکمه موجودګي او تېکنیکي پرمختیاوې په وړاندې بیايي.

تېره میاشت اېنتني بلېنکن د چین لخوا د تائیوان په ضد د تندو ګامونو پورته کولو په سر اندېښنې څرګندې کړې وې او خبردارې یې کړی وو چې دا به یوه سخته غلطي وي که د غربي پېسفک سیمې موجوده حالت په زوره د بدلولو هڅې کېږي.

د روانې اوونۍ په وخت د جي سېون غونډې په محال به د برتانيي او امریکا ترڅنګ د کېنېډا، جرمني، اټلي،جاپان، اسټرېلیا، هند، سویلي کوریا، سویلي افریقا او بروني هم په دې ملاقاتونو کې برخه اخلي.

امریکا ویلي دي چې د شمالي کوریا نیوکلئیر پروګرام مخنیوي لپاره ددغه هېواد سره په سفارتي کچ چارې په مخ بوتلل غواړي. د جمعې په ورځ د صدر بایډن انتظاميي اعلان کړی د شمالي کوریا په اړه یې پاېسۍ ته بیا کتنه مکمل کړې ده.

د اتوار په ورځ شمالي کوریا په یو بیان کې د امریکا او اتحادیانو بیانات رد کړي وو او ویلي یې وو د دوی په اړه تازه څرګندونې د دشمنۍ تګ لاره ده.

د برطانيي خارجه وزیر راب ویلي دي چې د امریکا سره په ګډه سټرټیجېک اهداف لپاره کار کوي او په دې لړ کې به د یوبل مرسته کوي.

د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن به د جي سېون غونډې وروسته د یوکرېن سفر هم کوي هلته به د یوکرېن صدر ولادي میر زېلېنسکي او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ویتي.

د امریکا خارجه وزارت ویاند نېډ پرایس په یو بیان کې ویلي دي چې امریکا به د روس لخوا د یوکرېن د خود مختارۍ په ضد ددغه هېواد سره کلکه ودریږي.