شاته

عمران خان: غربي نړۍ د پېغمبراسلام په اړه د مسلمانانو د حساسیت نه نه ده خبر

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د او ايي سي یا د اسلامي ملکونو سفیرانو سره ملاقات کى ويلي د بده مرغه اسلامي هيوادونه پاتې راغلي چې غربي نړۍ د پىغمبر اسلام سره تړلى د مسلمانانو د حساسييت او د اسلام د مثبت تصویر په اړه قانع کړي.

عمران خان وويل يورپي ملکونو او اولس ته یې دا پوهه ورکوول پکار ده چى اسلام د ترهګرۍ سره هيڅ تړاو نه لري او دا چې يورپي هيوادونه د پيغمبر اسلام په اړه د مسلمانانو حساسييت ته پاملرنه نه کوي او دا د راېې د اظهار په ضد بولي

وزير اعظم عمران خان وويل د اسلموفوبيا يا د اسلام په هکله د منفي فکر له امله د مذهبونو ترمنځ کرکه خورېږي ځکه اسلامي هيوادونو ته پکار دي چې يورپي يونين او د ملګرو ملتونو بشري حقونو ادارو کى د اسلام د امن پيغام وړاندې کړي

هغه زياته کړه چې د مذهبي يووالي او د زغم چلند ته وده ورکوولو لپاره به پاکستان د نړيوالې ورورلۍ سره خپلې مرستې جاري ساتي

عمران خان دغه خبرې په داسى وخت کړي دي چى د یورپي اتحاد هېوادونو پارليمنټ په پاکستان کى د لږکيو سره د توپيري چلند او د مذهب د سپکاوي قانون په ناوړه ډول د کارول کېدو په پيښو کې د زياتوالي په سر پاکستان لپاره تجارتي مراعاتو ته د بيا کتنې قرارداد منظور کړی دی.

په دغه قرارداد کې په پاکستان کې د فرانس خالف په جذباتو باندى هم اندېښمني څرګنده کړی شوي ده.

د عمران خان د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه او څيړونکي د پاکستان د حکومت لخوا د غېر قانونه تحريک لبيک ډلې سره شوي لوظنامې د لارې پاکستان نه د فرانس سفير د اوښکلو لپاره قامي اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کوولو باندې نيوکې کوي.

څېړنکار ډاکټر حسن عسکري وايي د پاکستان حکومت لا تر دې دمه خپل اولس قانع کوولو کى ناکامه دی چې حکومت د فرانس سفير اوښکلو په هکله څه تګلاره لري؟

هغه وايي د پاکستان حکومت نړۍ ته په ښه ډول خپل دريځ وړاندى کوولو په ځاى د وقتي ګټې لپاره د خپل هم فکره خلکو خبرې مني نو څنګه به اروپايي اتحاد د پاکستان خبرې د سنجيدګۍ سره اخستلى شي؟

فرانس کې د پيغمبر اسلام د خاکو د شایع کېدو په ضد د تحريک لبيک د تشدد نه ډکى مظاهرو ورورسته د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ضد قانون د لاندى تحريک لبيک لاقانونه ډله وټاکله.

خو بيا حکومت د ډلې سره د لوظنامې د لارې دغه حکومتي بنديز په ضد د بيا کتنى خواست د اوريدو ترڅنګ د فرانس د سفير د ملک بدر کولو لپاره قومي اسمبلۍ ته د قرارداد وړاندې کوولو شرط هم عملي کړى دی.

د دې ترڅنګ د باندنيو چارو وزارت د يورپي پارليمان قرارداد کې د مذهب د سپکاوي قانون د لاندې درج مقدمات سره تړلى د پاکستان عدالتي کاروايو باندى انديښنى يو ځل بيا بې ځايه بللي دي.

د وزارت وياند لخوا جاري کړى شوي بيان کې پاکستان کې د لږکيو دستوري او بشري حقونو خوندي ساتلو پخلى شوی دی

بيان زياتوي قرارداد د پاکستاني عدالتونو په اړه د اروپايي اتحاديي هېوادونو د پوهى نيشتوالى په ډاګه کوي

څرګنده دى وي د يورپي يونين سره د بشري حقونو تنظيمونه او د پاکستان سپريم کورټ هم پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون ناوړه او شخصي ګټو لپاره د کاريدو پخلى کوي.