شاته

ټویټر د ناندریزې سینمايي ستورې کنګنا حساب وتړه

د ټویټر شرکت د سه شنبې په ورځ مۍ څلورمه (غوایي ۱۴) وویل چې د بالیووډ د مشهورې لوبغاړې کنګنا رناوت د ټویټر اکونټ د کرکې او سپکاوي ډک چلند په اړه د ټویټر شرکت له اصولو څځه د سرغړونې په وجه وتړه.

آغلي رناوت د دوشنبې په ورځ په یو ټویټري پیغام کې د ښاغلي مودي څخه غوښتي چې د بدمعاشانو تکتیکونو ته مخه کړي چې د لویدیځ بنګال وزیراعلی ماماتا بنرجي تابع کړي. د ماماتا بنرجي ګوند د تیرې اونۍ په انتخاباتو کې د مودي هندو ملتپالو ته ماتې ورکړه او پدې توګه ایالتي حکومت په کلکته کې کنترول ترلاسه کړي.

د انتخاباتو وروسته بنرجي ګوند پر مخالفو کاندیدانو باندې له تاوتریخوالي به ډکو بریدونو تورن شوی، خو هغه دغه تورونه رد کړي دي.

ټویټر د کنګنا رناوت د حساب د بندولو په تائید سره لیکلي دي چې: «دغه حساب د ټویټر له مقرراتو په ځانګړې توګه د کرکې او سپکاوي ډک چلند په اړه د ټویټر له اصولو څخه د پرله پسې سرغړونو په وجه بند شو.»

میرمن رناوت چې د هند څو فلمي میلي جایزې ګټلې دي د ټویټر ددغه اقدام پر وړاندې یو بیان خپور کړی دی.

هغې ویلي: «ټویټر یوازې زما خبره ثابته کړه. دوی امریکایان دي، او د زېږد له وخته سپین پوسته سړی دا احساسوي چې د تیاره (تور پوستي) جلد لرونکي کس د مري کولو حق لري. دوی غواړي تاسو ته ووایي چې څنګه فکر وکړئ، څه ووایئ او څه وکړئ، له نیکمرغه زه د سینمایي هنر په ګډون زیاتې وسیلې لرم چې د خپل غږ اوچتولو لپاره یې وکاروم، خو زړه مې ددې هیواد د هغو خلکو سره دی چې د زرګونو کلونو راهیسې ځورول شوي، مریان شوي او چوپ کړای شوي دي او لا هم دغه رنځ پای نلري.»