شاته

امریکا د مهاجرو د منلو کلنۍ اندازه څلور برابره زیاته کړه 

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په روان کال کې په امریکا کې د پناه غوښتونکو د منلو کچه څلور چنده کړه.

ښاغلي بایډن د دوشنبې په ورځ مۍ درېیمه (غوایي ۱۳) وویل: "زه په امریکا کې د پناه غوښتونکو د منلو حد اکثر کلنۍ ونډه د روان مالي کال لپاره ۶۲۵۰۰ تنو ته لوړوم".

هغه زیاته کړه، غواړي په بل مالي کال کې دغه شمېره ۱۲۵زرو ته لوړه کړي.

له دې دمخه د امریکا پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ په امریکا کې د مهاجرو د منلو کلنۍ ونډه ۱۵زره ټاکلې وه.

دا پداسې حال کې دي چې دوه اونۍ مخکې سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د روان مالي کال لپاره د پناه غوښتونکو د منلو حد اکثر کچه چې ۱۵زره ساتي.

دغه اعلان چې د ښاغلي بایډن د ژمنې خلاف و د یو شمیر دموکراتانو او د مهاجرت د مدافعینو له غبرګون سره مخامخ شو.

سپینې ماڼي بیا وویل چې مخکنۍ اعلامیه یې د امریکا د متحده ایالاتو په جنوبي سرحد کې د مهاجرینو د یرغل په اړه د جمهوري غوښتونکو د انتقاد په وجه وه. ددغو مقاماتو په وینا د مهاجرو منل په نړۍ کې د امریکا د مقام د ساتلو لپاره خورا مهم دي.

ښاغلي بایډن په خپله وینا کې وویل چې ښایي ونشي کړای چې سږکال ۶۲۵۰۰ پناه غوښتونکي ومني، خو زیاته یې کړه: "مونږ د څلورو تېرو کلونو د تاوانونو د جبران کولو په هڅه بوخت یو. زیات وخت به ونیسي، خو کارونه روان دي."

د جمهور رئیس بایډن له اعلان لږ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "دا د یو ملت په توګه زمونږ په ډي ان ای، کې نغښتي چې خپلې دروازې د پناه غوښتونکو پرمخ پرانیزو او دا زمونږ ملي منافعو ته مهمه ده چې ددغو پروګرامونو د غوښتونکو سره منصفانه، با وقاره او له درناوي ډک چلند ولرو."

د بشري حقونود یو خپلواک سازمان ریفوجیز انټزنیشنل رئیس اریک شوارتز، دغه کار "یوه تاریخي او له ویاړه ډکه شیبه" وګڼله او زیاته یې کړه: "د جدي بشردوستانه اړتیا پر وخت د پناه غوښتونکو هرکلی نه یواځې یو اخلاقي اړتیا ده بلکه د امریکا د متحده ایالاتو ملي امنیت او اقتصاد غښتلی کوي، زمونږ ټولنې غني کوي او څرګندوي چې مونږ غواړو د نورو دولتونو سره یوځای د نړۍ يه یو لړ پیچلو ستونزو ګډ کار وکړو. "

پدې ترڅ کې د جمهوري غوښتونکو د څېړنو کمیټې چې د امریکا د استازو په خونه کې د محافظه کارانو ستر مجلس دی په دغه اقدام باندې نیوکه کړې او ځېنو وکیلانو دا کار د امریکا "ملي امنیت او عامه روغتیا ته مستقیم ګواښ" بللی دی.