شاته

امریکا په افغانستان کې خپل زیات پوځي تجهیزات ویجاړوي 

د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قومانداني (سنټکام) وايي چې تر دې دمه یې د دوو او شپږ سلنې ترمنځ ځواکونه او تجهیزات له افغانستان څخه ایستلي دي.

دا نظامي مرکز چې له منځني ختیځ څخه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت کنترولوي، وايي چې نژدې ۱۳۰۰ټوټې تجهیزات یې د دفاع لوژیستکي څانګې ته سپارلي چې تخریب یې کړي.

سنټکام وايي چې تر دې دمه یې د سي-۱۷ الوتکې د ۶۰ بارونو په اندازه پوځي وسایل له افغانستان څخه ایستلي دي.

دا مرکز وايي چې په هلمند کې یې خپل «نیو انتونیک» مرکز هم افغان ځواکونو ته تسلیم کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چې د ځواکونو د ایستلو، افغان ځواکونو ته د تجهیزاتو او پوځي اډو د سپارلو او د ځینو تجهیزاتو د تخریب په اړه به له رسنیو سره تخمیني راپورونه شریکوي.

امریکايي ځواکونه داسې مهال په افغانستان کې د خپلو ځینو تجهیزاتو د ویجاړولو او ورانولو خبر ورکوي چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیاء مخکې ویلي وو چې د امریکا او ناټو ځواکونو هغه مواد چې د افغانستان ځواکونو په کار دي، نه دي تخریب کړي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محمد هم ویلي وو چې بهرني ځواکونه به د یو میلیارد ډالرو په ارزښت افغان ځواکونو ته وسایل او تجهیزات سپاري.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر څه موده مخکې اعلان وکړ چې د مۍ په لومړۍ نېټې به له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل پیلوي او د ۲۰۲۱ د سپتمبر په ۱۱ به دا بهیر بشپړیږي.