شاته

باجوړ: ماين چاودنه کې دوه پاکستاني سرتيري وژل شوي، دوه ژوبل

افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبايلي ضلع باجوړ کې د سړک غاړې ښخ يوه ماين چاودنه شوې چې پکې دوه سرتيري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د چاودنې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې، پوليس وايي په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

پوليس وايي ياده پېښه د ګل/دوشنبې په ماښام درېمه مې د باجوړ د ماموندو تحصيل په ترخو لغړۍ نومې کلي کې هغه وخت رامخې ته شوه چې د اېف سي ځواکونه د معمول په ګشت روان وو او د سړک غاړي ښخ د بم چاودنې ښکار شوي دي.

د باجوړ پوليس ډي اېس پي ګلزار ډيوه ته وويل د ټپي شوو عسکرو روغتيايي حالت ښه دی او دوی د ميليشا او پوځي عسکرو سره په ګډه د پېښې وروسته د لټون عمليات پېل کړي خو تراوسه يې څوک نه دي نيولي.

له دې وړاندې هم روان کال په هدفي وژنو کې پوليس اهلکار او ځايي مشران په نخښه شوي دي چې زمه واري يي پاکستاني طالبانو منلې وه.

د دې تر څنګ په باجوړ کې په تيرو وختونو کې څو داسې پېښې هم شوې وې چې زمه واري يي داعش ډلې په غاړه اخستې وه.

څيړونکي وايي د باجوړ ترڅنګ په نورو قبايلي ضلعو کې هم د امنيت وضع په خرابېدو ده.

د فاټا ريسرچ شمېرو ترمخه روان کال د جنورۍ په مياشت کې په قبايلي ضلعو کې 31 بريدونه شوي چې پکې 12 عسکر وژل شوي او لس ژوبل شوي وو او په دغه مياشت کې نهه عام وګړي وژل شوي وو.

د فرورۍ په مياشت کې 26 بريدونه شوي، 15 عسکر پکې وژل شوي او13 پکې ټپي شوي وو او په دغه مياشت کې 17 ملکي وګړي وژل شوي او 12 ژوبل شوي وو.

او د فاټا ريسچ سنټر مشر منصور محسود وايي په پخوانو قبايلي ضلعو کې د طالبانو څخه جدا شوو ډلو رايوځايي کېدو سره په دغه سيمه کې بريدونه هم سېوا شوي دي او دا د کال 2019 او 20م په مقابله کې زيات ښکاري.

منصور محسود وايي د پاکستاني طالبانو جدا شو ډلو رايوځايي کيدل او افغانستان کې بدلېدونکي حالاتو سره به د افغانستان سره په پوله پرتو قبايلي علاقو کې د وسله والو عمليات زياتېدل امکان لري.

د پاکستان قبايلي ضلعې په تيرو وختونو کې د وسله والو کلک مرکز پاتی شوی وو دلته يي خپل عدالتونه جوړ کړي وو د او د القاعده او نورو ترهګرو تنظيمونو هم په دغه سيمه شتون درلود.

خو د پاکستان امنيتي ادارو چارواکي وايي دغه سيمي يي د ضرب عضب عملياتو وروسته د وسله والو څخه پاکې کړي دي او د پاکستان پوځ وایي په تيرو څلورو کلونو کې یې په ټول هېواد کې تر 3,75000 زيات پوځي عمليات کړي او په هغوی کې يې 353 ترهګر وژلي دي.

د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار تېره ورځ يوې ويلي پنجاب کې یې 34000، په سيند کې 1,50000، په بلوچستان ايالت کې تقريبا 80,000 او په پښتونخوا کې 92000 پوځي عملیات کړي۔

خو څيړونکي وايي د قبايلي ضلعو د وسله څخه پاکولو د دعوو باوجود اوس هم وسله وال بريدونه کيږي او ځايي مشران او امنيتي ځواکونه پکې په نخښه کيږي.