شاته

اېچ ار سي پي: په پاکستان کې د امیرې او د غریبې طبقې ترمنځ اقتصادي توپیر زیات شوی

په پاکستان کې د بشري حقونو غېر حکومتي تنظیم اېچ ار سي پي په خپل کليز رپورټ کې ويلي چې د کرونا وایوس د وبا لکبله په پاکستان کې د مخکې څخه موجود د غريبانانو او د شتمنو ترمنځ اقتصادي توپير لا نور هم زیات شوی او په ميلينونو مزدوران د روزګار د بېلا بېلو خطراتو سره مخامخ شوي دي.

څېړونکي وايي حکومت چې په غريب ولس د وبا د بدو اغېزو د مخنیوي لپاره کومې اسانۍ اعلان کړي د هغې ګټه شتمنې طبقې ته رسېدلې او پېټې یې د غريبانانو اوږو ته ورغلی دی.

اېچ ار سي پى پدغه رپورټ کې وايي، د حکومت د بېنظير انکم سپورټ او د احساس پرورګرام د وبا د مخنيوي په تګلاره کې شاملولو سره کېدې شي چې په زرهاو کورنۍ د غربت ژورې کندې ته د پرېوتو څخه بچ شوې وې خو دا پروګرامونه د غريب پلوه او مضبوطې تګلارې يو اړخ کېدې شي.

تنظیم په خپل کليز رپورټ کې وايي، مهم ګام به دا وي چې حکومت د هېواد په دستور کې صحت په بنيادي حقونو کې شامل او پدې څانګه کې سرمایه کارى وکړي.

د بشري حقونو تنظیم کرونا وبا د هېواد د تعليمي ادارو دپاره هم يوه ستره ضربه بللې ده او وايي د وبا له امله د تعليمي ادارو د بندېز سره په بلوچستان، د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او ګلګت بلتستان کې په زرګونو طالب علمان ان لاین زدکړو ته اړ باسلي څوک لا هم د انټرنيت باوري اسانو ته لاسرسۍ نه لري.

په اسلام اباد کې مېشت خواريکښ ېقعوب خان وي او ای ډيوه ته وايي که يو خوا د خوراک څښاک د بنيادي څېزونو نرخونه زيات شوي نو ورسره د وبا په لړ کې وخت په وخت لږګېدونکو بندېزنو سره د کار موقعې هم کمې شوې دي.

دې وايي مزدوران ټوله ورځ د کار په غرض چوکونو کې د سحر نه ناست وي او ماښام بغېر له کاره بېرته درومي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر شاهد حسن صديقي ډيوه ته وايي په دې کې شک نشته چې د وبا له امله پاکستان کې غربي او بې روزګاري سېوا شوې ده او د غريب امير په مابېن کې فرق هم زيات شوی دی.

هغه واي حکومت چې د وبا د بدو اثراتو د مخنیوي لپاره کومې مالي اسانۍ یا مراعات اعلان کړي د هغې يوه لويه برخه د شتمنو خلکو ته تللې ده بوج یې د غريب په اوږو راغلې دېو.

هم دا راز په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو خبریال مهتاب حېدر د اقتصاد پوهانو د له قوله وايي چې په پاکستان کې د وبا له امله د لس او دولس ميليېنه ترمنځ خلک بې روزګاره شوي دي او په غربت کې هم لږترلږه څلوېښت فيصدى اضافه شوي ده.

مهتاب حېدر وايي د دې د وبا سره مختلف عوامل دي. د اقتصادي ودې کمه شرح او ګرانى دوه مخيزه توره دي چې د هېواد غريب خلک ې تر ټولو زیات ځپلي دي.

که څه هم حکومت لا تر اوسه د وبا د هېواد په مختلفو څانګو د اثراتو په اړه کره معلومات نه جارى کړي خو د محنت کشو د عالمي تنظیم د شمېرو له مخې کال 2019 کې د پاکستان دننه د بې روزګارې شرح 3.98 فيصدى وه چې کال 2020 کې 4.65 ته رسېدلې ده.

دا شان د پاکستان ورکرز فېډرېشن شمېرې ښيي چې د کال 2020 د مارچ او مي مېاشتې مېنځ موده کې د زرعاتو په برخه کې 5.6 ميليېنه، د صنعت په څانګه کې 2 ميليېنه او د تعميراتو په شعبه کې 4.17 ميليېنه خلک بې روزګاره شوې دي

ېکسپرېس ټريبيون اخبار د صنعت کارانو د خولې ليکى چې هغوي د کورونا وبا د درېمې څپې لکبله په پېداوار کې د کمي له امله د وړوکي اختر نه پس په نوکرو کې د پنځلسو نه تر شل فيصدى پورې کمې راوستلې شي.