شاته

ارزګان چورې ولسوالۍ کې د اویاوو تنو طالب وسله والو وژلو ادعا

د ارزګان سیمه ایز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د چورې په ولسوالۍ کې تیرماښام د یو هوایي برید په پایله کې چې د مشعل په نوم د ملي اردو په یو پخواني مرکز ترسره شو تر اویاو وسله وال طالبان وژل شوي او پنځوس نور ټپیان شوي دي.

د ارزګان ولایت د چورې ولسوال اقا محمد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د افغان او نړیوالو ځواکونودا مرکز هغه وخت تر برید لاندې راوست چې طالب وسله وال د دغه مرکز په ړنګولو بوخت وو.

اوړمه شپه د ملي اردود یو کنډک ۴۱ سرتیري او منسوبین د خپلو وسلو او پوځي وسایطو سره د طالبانو سره یو ځای شوي وو.

د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ یو قومي مشر عبدالله امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغه برید کې تر شلو پورې ملکي کسان هم وژل شوي دي.

هغه وویل، دا ملکي کسان د ملي اردو د پخواني مرکز څخه د اوسپنو او د لرګیو د تختو په ټولولو بوخت وو چې پرې بمباري وشوه.

د ارزګان په ولایت کې یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط په دغه برید کې د سیمې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په د قومي مشر عبدالله څرګندونې نه تائید او نه هم رد کړې، خو ویې ویل چې په برید کې وژل شوي او ټپیان شوي ټول د وسله والو طالبانو غړي او ملاتړي وو.

دغه چارواکي وویل چې په برید کې د طالب وسله والو یو شمیر مهم قوماندانان چې د ارزګان ولایت په روانو جګړو کې یې برخه لرله هم مړه او ټپیان شوي دي.
خو پخپله طالبانو د ارزګان د سیمه ایزو چارواکو دغو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي بیا رسنیو ته د ارزګان ولایت د درویشان په ناوه کې د افغان ځواکونو د یوې قرارګاه د نیولو په اړه یوه ویډیو استولې ده.

دا قرارګاه څو ورخې وړاندې طالب وسله والو نیولې وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي