شاته

د جبري جنسي فعل د مقدمو دپاره د قانون وزارت صدر ته د خصوصي عدالتونو جوړولو تجویز ورکړی

د قانون وفاقي وزارت د پاکستان صدر عارف علوي ته يو سمري لېګلې چې د جبري جنسي فعل د مخ نيوي د کال ۲۰۲۰ قانون يا د اېنټي رېپ انوستيګېشن يا ټرایل ارډېننس د لاندې تجويز شوي خصوصي عدالتونه جوړ کړي چې د جبري جنسي فعل په مقدمو کې په ملزم په ۱۲۰ ورځو کې مقدمه سر ته رسوي او فېصله یې کړي.

دغه وزارت د ضلعي سېشن جج عدالتونه د جبري زنا مقدمې اورېدلو لپاره مخصوص کولو تجويز ورکړی دی او ویلي یې دي دغه خصوصي اېنټي رېپ عدالتونو کې به ۱۲۰ ورځو کې د مقدمو اورېدنې پوره کيږي او فېصله به اورولی کيږي.

د قانون د وفاق د وزارت د لاندې هم د دغه قانون د عملي کولو او دې کې مشورې ورکولو د پاره د حکومت د ځانګړې غړې او د پېښور هايي کورټ یو وکيله مهوش محب کاکاخېل وايي که دغه خصوصي عدالتونه جوړ شي نو داسې د جبري جنسي فعل د مقدمو فېصلې به هم زر کيږي.

او دې سره سره دغه خصوصي عدالتونو کې ججان او وکيلان يعنې پراسيکيوشن محکمه به هم خصوصی تربيت يافته وي او د رېپ يا د جبري جنسي قانون باندې خصوصیت لري ځکه په وخت به ثبوتونه هم وړاندې کيږي او فېصلې به هم داسې مقدمو کې په وخت کيږي. او اميد کېدی شي داسې انصاف به هم کيږي.

مهوش محب کاکاخېل وویل که وکتل شي نو په زور د جنسي فعل په کېسونو کې د کنوکشن یا سزا تناسب هم ډېر زيات کم دی. ځکه چې د جبري جنسي فعل په زياترو کېسونو کې ضمانت وشي. د بري کېدو يا د بې ګناه ګرځولو تناسب دېر زيات دی نو په داسې کېسونو کې چې کله مونږ سره د سزا تناسب زيات شي نو عبرت به پېدا شي. بله دا چې انصاف به کيږي. او چې کله په وخت انصاف کيږي نو د سزا ورکولو تناسب به هم زياتيږي او دې سره به اميد دی چې د جبري زنا پېښې کمې شي.

مهوش محب کاکاخېل وايي خصوصي عدالتونو کې زر فېصلې راتلو سره به عامو خلو کې به هم پوهه خوريږي که چې که څوک داسې جرم کوي نو دغه عدالتونو کې به دوره زر سزا ورکړی کيږي او اميد کېدلی شي چې داسې خلک کې پوهه او وېره راتللو سره د داسې پېښو مخ نيوی وشي او دې کې کمی راشي.

زمونږ د ټولنې د ذهن بدلولو هم ضرورت دی. او که تاسو وګورئ چې په کوم جرم کې د سزا ورکولو تناسب ډېر وي نو د هغې نه زمونږ د ټولنې خلک هم وېريږي که مونږ دا جرم وکړو نو مونږ به جېل ته دننه شو، سزاګانې به راته ملاو شي، د مرګ سزا او يا عمر قېد به به راته ملاويږي. دې سره سره چې کله د سزا ورکولو تناسب په يو جرم کې ډېر شي نو عبرت پېدا کيږي او هغه جرمونه ورو ورو کمېدل شروع شي.

ياده دې وي د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پنجاب صوبې ښار لاهور کې د موټر وی سره نزدې په ۹ ستمبر کال ۲۰۲۰ کې د سړک په غاړه د يو ښځې د هغې د ماشومانو د جبري زنا پېښې نه پس دغه سخت قانون راوستلی و. په موټر وی شوې دغه د جبري جنسي فعل پېښې يا مقدمې کې سږ کال د مارچ په ۲۰ نېټې دوه کسانو ته د مرګ سزا اورولی شوې ده.

په پېښور کې يو خبريال امجد صافي چې په عدالتي او قانوني امورو باندې لېک او رپورټنګ کوي د جبري جنسي فعل د مقدمو اورېدنې د پاره د دې خصوصي عدالتونو په حقله وايي کېدېشي داسې پېښو کې تر څه حده کمی راشي چې کله زر زر داسې مقدمې فېصله کيږي.

خو هغه وايي پکار ده د داسې خصوصي عدالتونو فېصلو باندې عمل هم زر وشي ځکه چې په کتو راغلې چې د خصوصي عدالتونو ورکړی شوي سزاګانو په ضد د خواستونو يا د اپيل اورېدنکو عدالتونو لکه پېښور هایی کورټ او سپريم کورټ کې داسې قسمه خواستونه په مودو مودو بيا پراته وي او نه فېصله کيږي.

دې کې به د کېس د فېصله کولو څومره موده وي؟ ايا هغه به هم يو وخت ورکوي او کنه هغه به هم د دې نورو کېسونو په شانې دغسې ځنډولی کيږي. خو د هغې د پاره دا ضروري ده چې څنګه د څلور مياشتې دي نو نو دغسې دې هايي کورټ او سپريم کورت کې هم د دې د پاره د وخت پابندي کېښودی شي. ځکه چې داسې سزا بيا سمدستي پکار ده.

قانون پوهان وايي د جبري جنسي فعل مقدمې اورېدنې د پاره د خصوصي عدالت قيام او د داسې اورېدنې فېصلو کولو د پاره د ۱۲۰ ورځو مخصوص معياد يو ښه ګام دی خو پکار ده داسې مقدمو کې سزا باندې عمل هم زر وشي نو هله به خلک د جبري جنسي فعل غوندې جرم نه وېره يا ډډه کوي او داسې جرمونو کې کېدېشي کمی وشي