شاته

تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۴ افغانان کرونا نیولي شپږ نور مړه شوي

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۲۳۴ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او شپږ نور مړه شوي‌ دي.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند میروس علیزي نن سې شنبه مۍ څلورمه (غوايي ۴۳) خبریالانو ته وویل چې چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس ۲۰۷۸ سمپلونه معاینه شوي چې ۲۳۴ یې مثبت وو.

د نوموړي په وینا له دغو پېښو څخه تر ټولو زیاتې ۸۱ یې په ننګرهار، ۳۱ په کابل، ۲۴ کندهار او ۲۳ په بلخ ولایت کې ثبت شوي دي.

علیزي همدارنګه زیاته کړه چې په تیره شپه او ورځ د کرونا له امله دوه تنه په کابل، یو تن کندز، دوه تنه کونړ او یو تن په لغمان ولایت کې مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۰۷۹۷ او له کرونا ویروس نه د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶۵۴ ته پورته شو.

چارواکي وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۳ تنه بېرته له کرونا ویروس نه جوړ شوي چې ورسره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۵۳۶۹۴ ته لوړ شو.

په افغانستان کې د کرونا د نوې څپې د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې شوي او تر دا مهاله څه باندې ۳۴۰زره کسان هم واکسین شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۵۰میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.