شاته

معنوي: یو شمیر پخواني افغان چارواکي د انسان په قاچاق تورن دي

د افغانستان د عدليې وزیر فضل احمد معنوي وايي چې د افغان حکومت یو شمېر پخواني چارواکي د انسانانو او د کډوالو په قاچاق تورن دي.

ښاغلي معنوي د سې‌ شنبې په ورځ مې څلورمه (غوايي ۱۴) په تېر لمریز کال کې د انسان د قاچاق پر ضد د افغان حکومت د مبارزې په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی چارواکی، د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست یو چارواکی، د نمیروز ولایت د انساني قاچاق پر ضد د مبارزې امر او د دغه امریت دوه غړي د انسان او کډوالو په قاچاق تورن دي.

ښاغلي معنوي د دغو تورنو کسانو د هویت څرګندولو په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو زیاته یې کړه چې د یادو کسانو دوسیې په عدلي او قضايي بنسټونو کې تر څیړنو لاندې دي.

د عدلیې وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په محاکمو کې د انسان او کډوالو د قاچاق او د بچه‌ بازۍ ۲۳۵ قضیې تر څیړنو لاندې دي.

د عدلیې وزیر وویل: "په دغو قضیو کې ۱۵۷ د انسان د قاچاق، ۶۵ د کډوالو د قاچاق او ۲۱ د بچه بازۍ قضیې شاملې دي".

ښاغلي معنوي وویل چې د انسان او د کډوالو د قاچاق په مهال له ماشومانو څخه جنسي استفاده هم کېږي.

د عدليې وزارت معلومات ښيي چې د افغانستان کشفي او امنیتي بنسټونو په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د انساني قاچاق ۳۴ شبکې تشخیص کړي او ۷۰ تنه یې د انسان او د کډوالو د قاچاق په تور نیولي دي.

ښاغلي معنوي وویل چې په دغه کال کې د انساني قاچاق ۶۰۰ قربانيان چې ټول یې ماشومان و له روغتیايي، رواني، ښوونیز او ټولنیز ملاتړ وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې تیر کال ۷۵ تنه افغان کډوال چې په غیر قانوني توګه ایران ته تللي خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د عدليې وزیر وویل د انسان او د کډوالو د قاچاق د مخنیوي لپاره په ټول افغانستان کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي او تیر کال د کروناویروس وبا له امله چې ورسره پولې تړل شوې وې د انسان د قاچاق کچه ۵۰ سلنه کمه شوې.