د امریکا د دفاع وزیر د اسیا په امنیتي غونډه کې کډون کوي
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آستن په راتلونکې میاشت کې د اسیا په امنیتي غونډه کې چې په سنګاپور کیږي کیږي، ګډون کوي.
د اسیا د امنیت سرمشریزه کلنۍ غونډه تیر کال د کرونا وبا په وجه لغوه شوې وه.
د روان کال غونډه چې د ستراتیژیکو څیړنود نړیوال انستیتوت له خوا يې ترتیبات نیول شوي ټاکل شوې د جون د میاشتې په څلورمه او پنځمه نیټه جوړه شي.
د شنګریلا دیالوګ په نامه د اسیا د امنیت پدغه غونډه کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لوړپوړي پوځي مشران، دپلوماتان او د وسلو ستر جوړونکي شرکتونه ګډون کوي. دا غونډه د ۲۰۰۲ کال راهیسې هر کال جوړیږي.
د امریکا د دفاع وزیر په روانه اونۍ کې د پالیسۍ په هکله په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې د امریکا متحده ایالات اړ دې هغو راتلونکو احتمالي شخړو ته امادګې ولري چې د «پخوانیو جګړو» په څیر ندي او د اوږدې مودې راهیسې یې پنتاګون مشغول کړی دی.
ښاغلي آستن په خپله وینا کې د تکنالوژیکو پرمختګونو نه د استفاده کولو او په ښه بڼه د نړیوالو پوځي عملیاتو د همغږۍ غږ وکړ چې په وینا یې «ژر پوه شو، ژر تصمیم ونیسو او چټک عمل وکړو».
سنګاپور همداشان غواړي چې د اکست په میاشت کې د نړۍ د کلنۍ افتصادي غونډې کوربتوب هم وکړي، کومه غونډه چې د سویس په ډاووس کې د هغې د اصلي ټاټوبي څخه د کروناویروس په وجه په بل ځای کې دایریږي.