شاته

ایران کې د سویس د یوې لوړ پوړې دپلوماتې مړی موندل شوی 

له ایران څخه راپورونه وايي‌ چې په دغه هېواد کې د سویس یوه لوړ پوړې دپلوماته مړه موندل شوې ده.

د ایران خبري اژانس د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو د خدمتونو د څانګې د ویاند له خولې لیکلي دي چې د سویس د سفارت لومړۍ سکرتره له یوې لوړې ودانۍ څخه غورځېدلې او مړه شوې ده.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په تهران کې یې د سفارت یوه کارکوونکې په یوې پېښې کې مړه شوه ده، خو نور جزیات یې نه دي‌ ورکړي.

وزارت وايي: «د بهرنیو اړیکو د فدرال ادارې او مشر یې فدرال کونسلر اګنازیو کاسیس په دغې غمجني مړینې خواشیني‌ شوي‌ او کورنۍ سره یې ژوره خواشیني ښيي.»

د رویټرز اژانس د ایران د دولتي رسنیو په حواله د ایران د بېړنیو خدمتونو د ادارې د ویاند مجتبی خالدي له خولې لیکلي دي چې یو باغبان د دغې دپلوماتې مړی موندلی دی.

وايي د سفارت یو کارکوونکی د هغې دفتر ته تللی و او پوه شوی و چې دا دپلوماته ورکه ده.

خالدي وویل: «دا ښځه د سویس سفارت اول سکرتره وه. د هغې د غورځېدو علت لا معلوم نه دی.» ویل کیږي‌ چې دا دپلوماته ۵۱ کلنه وه.

د سویس سفارت په ایران کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ګټو استازیتوب هم کوي، ځکه چې واشنګټن او تهران په ایران کې د ۱۹۷۹ اسلامي‌ انقلاب را وروسته اړیکې پرې کړي ‌دي.