شاته

ایا د افغانستان د مطبوعاتو پرمختګ به دوامداره پاتې شي؟

په ټوله نړۍ کې د 2021 کال د میډیا آزادۍ ورځ په داسې وخت لمانځل کیږي چې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ د خطرناک ځایونو نه یو دی.

د افغان طالبانو سره د سولې خبرو اترو شروع کېدو راهسې افغانستان کې لږ تر لږه پنځه خبریالان او د میډیا ادارو سره کار کوونکي درې نور تنان وژلی شوي.

په وژل شویو خبریالانو کې نیمايي ښځې خبریالانې دي چې د ختیځ ننګرهار ولایت سرښار جلال اباد کې د خبري او تفریحي ادارې انعکاس رېډیو او ټيلي وېژن سره یې کار کوو. افغانستان کې فعاله یو شمېر تندروه ډلو د دغه ادارې سره کار کوونکې څو ځله په نخښه کړي.

د افغان خبریالانو د تحفظ کمېټۍ د شمېرې ترمخه په جنګ ځپلي افغانستان کې د 2013 او 2020 ترمنځ لر تر لږه 74 خبریالان وژلی شوي دي.

په خبریالانو زیات شوي تشدد او خطرو د افغانستان په میډیا او خبریالانو باندې ډېر بد اثر غورځولی. په لسګونو خبریالانو خپل ژوند ته د ورپېښو خطرو له کبله افغانستان پرېښودی او په ملک کې باقي پاتې خبریالان د ویرې ډکې فېصلې سره مخ دي چې د ملک د حالاتو په وړاندې خاموش پاتې شي او که په راتلونکې کې په نخښه کړی شي.

د کال 2001 یوولسم ستمبر ترهګر حملو راهسې افغانستان کې د امریکې د موجودګۍ لاندې د دغه جنګ خپلې هېواد ازاده میډیا د مدني ټولنې بحثونو او احتساب لپاره یو قوي طاقت جوړ شوی.

اوس چې د سږ کال د ستمبر په میاشت کې امریکا د افغانستان نه خپلو پوځیانو راویستو پلان لري او طالبان خپل طاقت نور هم مضبوطوي، ډېر خلک پوښتنې کوي چې آیا د دوه لسیزو په موده کې د میډیا شوی پرمختګ به هم په تېزۍ سر ختم شي او که په خپل ځاې به پاتې شي.

کابل کې د یو وتلې میډیا ادارې، طلوع نیوز کار کوونکې خبریاله انیسه شهید وايي،‌ ” مونږ د اوس وخت په رنګ خطره په ډېره موده کې نه وه لیدلي.د یو خبریال لپاره دا په افغانستان کې ترټولو خطرناک وخت دی. زه د دې خبرې اقرار کوم چې خبریالان یرېدلي دي او هغوي د خپلو ټکو په استعمال کې ډېر زیات محتاط دي. “

د نړۍ لپاره اواز

افغانستان د پرله پسې جنګونو، لاقانونیت، ګڼ شمېر جنګ سالارانو او تندروه ډلو له وجې دغه ملک کله هم د خبریالانو لپاره محفوظ ځاې نه دی پاتې شوی. خو بیا هم دغه هېواد د 90 لسیزې نه ډېر وړاندې تګ کړی کله چې طالبانو د خپل سخت دریځه اسلامي شریعت د لاندې حکومت کولو او د افغانستان یواځینۍ میډیا د شریعت غږ په نوم د طالبانو د کنټرول لاندې رېډیو سټېشن و.

د افغانستان یو وتلي خبریالې شکیله ابراهیم خېل وایس آف امریکا ته وېلې، ”کله چې طالبان په واک کې وو، ‌افغانستان کې میډیا نه وه. هغه وخت به هرچا په رېډیو باندې د بي بي سي پښتو څانګې خپرونې اورېدې. “

خو په کال 2001 کې د طالبانو واکمنۍ ختمېدو وروسته هرڅه بدل شو.

په 2004 کې د افغانستان جوړ شوي نوي دستور کې د اظهار د ازادۍ او د حکومتي چارواکو نه د وړاندې اجازت اخستو بغېر د لیکل شویو مواد خپرولو حق ورکړل شو. د افغانستان په دستور کې ښځو او سړو ته برابر حقونه هم ورکړل شو چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې پرځاې قوانینو نه ډیر بدل وو. د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې د تعلیم ترلاسه کولو، نوکرو او سیاست کې برخه اخېستو نه منع کړی شوي وو.

مېرمن ابراهیم خېل وايي، ”‌ د طالبانو واک ختمېدو وروستو خلکو او په خصوصي توګه ښځو داسې محسوسوله چې ګنې هغوي د قېد نه ازاد شو. ما ته د راحت او خوشحالۍ عجیبه احساس وشو. “

افغانستان کې دا وخت په بېلا بېلو ژبو کې په لسګونو ټیلي وېژن چېنلې فعاله دي او افغان حکومت د ازادې میډیا مرسته کوي. افغانستان کې میډیا ډېره په تېزۍ سره مخ په وړاندې روانه ده.

د روېټرز د صحافت د مطالعې ادارې ترمخه د افغانستان 38 ملینه ابادۍ شپږمه برخه په ټولنیزه میډیا باندې فعاله ده او په ملک کې د 100 نه زیاتې ورځپاڼې او د 170 نه زیات رېډیو چېنلې بېلا بېل پروګرامونه خپروي. په میډیا کې د ښځو قوي غږونو د ملک په ځوان کول لوي اثر پرېښودی.

د طلوع نیوز کار کوونکې خبریاله انیسه شهید، چې د افغانستان نوې جوړې کړی شوې ادارې،‌ Free Speech Hub لخوا ورته د 2021 کال ترټولو ښه خبریالې جاېزه ورکړل شوې، وايي‌ پېغلې جینکۍ هغې ته ګوري او غواړي چې د هغې په رنګ خبریالانې جوړې شي.

خو په افغانستان کې د طالبانو او نورو تندروه ډلو ورپېښه خطره د خبریالانو په لار کې یو لوي خنډ دی.

افغانستان کې په 2018 کال کې د داعش تندلارو لخوا په خبریالانو ترټولو خونړۍ حمله کې 9 خبریالان وژلی شوي وو.

خونړۍ لوبه

افغانستان کې ډېر خلک فکر کوي چې په خبریالانو باندې شوو وروستیو حملو مقصد هغه اوازونه غلي‌ کول دي چې د بشري حقونوتحفظ، ټولنیزې میډیا او د اظهار د ازادۍ لپاره غږ پورته کوي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تراوسه پورې شوو خبرو اترو کې افغان حکومت د ملک په اوسني آیین کې د ورکړل شویو حقونو تحفظ او د تشدد خاتمې غوښتنه کوي. طالبان د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو په فوري توګه د وتلو،‌ په حکومتي بندیخانو کې د طالب قېدیانو د خوشې کېدو او د خپل سره اسلامي شریعت لاندې واکمنۍ په ځاې کولو غوښتنه کوي.

خو د خبریالانو لپاره دا یو خونړۍ لوبه ده چې په منځ کې یې ګېر دي.

افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په خبریالانو باندې شوو خونړو حملو غندنه کړې او ددې پړه په طالبانو باندې اچوي. طالبان ددغه حملو ذمه وارۍ اخېستو نه انکار کوي. د طالبانو ویاند محمد نعیم وایس آف امرېکا ته وېلي هغه دعوې چې ګنې طالبان د خبریالانو د وژنو او هغوي ته دهړکو ورکولو په شا لاس لري، دا د حیقیقت نه لرې دي.

د افغانستان په اړه غېرحکومتي ادارې انټرنېشنل کراېسس ګروپ سره کار کوونکی سینیر څېړنکار اېنډریو واټکنز وايي افغانستان کې په ډېرو پېښو کې شهادتونه په واضحه توګه باندې د طالبانو اړخ ته اشاره کوي. نوموړی وایي‌ په خبریالانو باندې د حملو نه د طالبانو انکار کول جاېز ګڼل سم نه دي.

واټکنیز وايي که څه هم د افغانستان دننه په خبریالانو باندې حملو کې نورې تندروه ډلې هم لاس لري، خو هغه یو ډله په دومره لویه کچه باندې خبریالان په حملو کې په نښه کولی شي چې ټول ملک ته رساي او یو تنظیمي اډهاڼه لري.

که څه هم افغان حکومت په طالبانو باندې ددغه حملو تورونه لګوي خو د خبریالانو لپاره یواځې طالبان خطره نه ده.

د افغانستان دننه فعاله داعش خراسان ډلې په انعکاس رېډیواو ټېلي وېژن د حملو ذمه واري په خپل سر اخستې.

واټکنز وايي،‌ ” داعش خراسان د دروغو دعوو کولو تاریخ لري خو د هغوي یو ښکاره تاریخ پاتې شوی چې څوک پرله پسې په نښه کوي. ښځې، اقلیتي ډلې او د ټولنې روښان فکره خلک د داعش په هدفي فهرست کې دي او جلال اباد د داعش د فعالیتونو ترټولو مهم مرکز پاتې شوی. “

افغانستان کې د خبریالانو د تحفظ لپاره ګارنټۍ

د افغانستان راتلونکی د یو غېریقیني صورتحال سره مخ دی.

د امریکې صدر جوباېډن د افغانستان نه د امریکاي پوځ د راویستو اعلان وروستو د نوموړي د قامي امنیت صلاح کار جېک سولېون وېلي،‌ “زه ددې ګارنټي نه شم ورکولی چې ددغه ملک دننه به په راتلونکي کې څه کیږي. او څوک هم ددې ګارنټي‌ نه شي ورکولی.”

د افغان صدارتي‌ ماڼۍ د مواصلاتو مرستیال ډاېرېکټر مرجان متین واېس آف امریکا ته وېلي افغان ولسمشر د خبریالانو مرسته کول خپله ذمه واري ګڼي. نوموړي وېلي ملکي آیین د خبریالانو دفاع او هغوي ته تحفظ ورکولو ترټولو ښه قانوني سرچینه ده.

د افغان حکومت د صلحې مذاکراتي ډلې مشر محمد معصوم ستانکزۍ ویلي دوي په تېرو 20 کلونو کې ترلاسه کړو اقدارو تحفظ لپاره یو قوي تګلاره لري چې پکې ازاده میډیا هم شامله ده.

نوموړي واېس آف امرېکا ته وېلي، ”زمونږ په آیین کې ورکړل شوو ټولو حقونو او ازادو به احترام کولی شي. ازاده میډیا په ټولنه کې مثبت بدلون راولي او دا د پرمختیا اړخ ته بوځي. “

نوموړي وېلي طالبان هم ددغه حقونو نه ګټه پورته کوي او د بېلا بېلو مېډیا ادارو د لارې خپل اواز پورته کوي.