شاته

عمران خان وايي، مظاهری دیموکراسي په خطر کې نه اچوي

په پاکستان کې د حکومت مخالف سیاسی د تحریک انصاف د گوند مشر عمران خان د یکشنبې په ورځ هغه تورونه رد کړل چې گوندې په اسلام اباد کې د حکومتي ادارو او د نورو کاروبارونو د تړلو په هکله د هغه پلان به په پاکستان کې پوځي کودتا ته لاره هواره کړي. ښاغلی عمران خان وایي چې نوازشریف د دی لپاره چې د خلکو مظاهری وځبي، دغه خبري کوي.

ښاغلي عمران خان چې د کرکټ پخوانی لوبغاړی دی، ژمنه کړیده چې د چارشنبې په ورځ به یو ملیون کسان د مظاهرو لپاره په اسلام اباد کې راغونډ کړي چې هدف یې دا دی چې په موجوده حکومت لا زیات فشار راولي. دوي د پاکستان په صدراعظم نوازشریف فشار اچوي چې یا د خپلې دندې نه استعفی اوکړي او یا دي د پاناما پیپرز د هغو انکشافاتو په هکله تحقیقات وکړي چې وایي د نوازشریف کورنۍ د هیواد نه د باندي غیرقانوني پیسې لري.

په پاکستان کې حکومتي گوند چې د مسلم لیگ نون گوند نومیږي، په عمران خان تور لگوي چې غواړي حکومت کمزوری کړي او پوځ ته موقع برابره کړي چې کودتا وکړي. په پاکستان کې پوځ یوه ډیره قوي اداره ده او پخوا یې څو ځله کودتا گاني کړیدي.

د روئټرز خبري اژانس د تحریک انصاف د گوند د مشر عمران خان سره په اسلام اباد کې د هغه په کور کې ځانگړي مرکه کړیده. عمران خان روئټرز ته وویل چې پولیسو د هغه کور د دی لپاره محاصره کړیدي چې هغه د چهارشنبې په ورځ کور کې دننه پاتي شي. په دی برسیره پولیسو د هغه د گوند پلویان هم نیولي دي. عمران خان په ځان لگیدلي هغه تورونه په کلکه رد کړل چې گوندي دی غو اړي پوځ کودتا وکړي. هغه وویل (( یو دیموکرات څنگه غوښتی شي چې پوځ قدرت ونیسي. شریف به ځواب ورکوي، هغه ځان په دی نه شي خلاصولی.))

د پاکستان پوځ د چارشنبې د ورځې د خلکو د مظاهرو په هکله د تبصرې نه ډډه کړیده.