BBC
 شاته

'' د روسيې ځغاستلوبغاړي ریو اولمپیک سیالیو کې برخه نه شي اخیستی''

Image copyright

د نړیوالو لوبو مسایلو اړوند محکمې د روسي ځغاستلوبغاړو له لوري د منع شویو درملو کارولو له تورونو وروسته ریو اولمپیک لوبو کې پر دغو لوبغاړو لګېدلی بندیز تایید کړی دی.

د سپورت نړیوالې شورا ( ای اي اي ایف ) د خپلواکو سرچینو له لوري د منع شویو درملو پراخې کاروونې له رپوټ خپرېدو وروسته د روسیې ځغاستلوبو پر فدراسیون بندیز لګولی و.

د روسیې اولمپیک کمېټې او ۶۸ ځغاستلوبغاړو په ریو سیالیو کې د برخې نه اخیستو پرېکړې خلاف استیناف غوښتنه کړې وه، خو محکمې د ثبوتونو له لیدو وروسته پرېکړه کړې، چې دغه بندیز پر ځای پاتې کېدای شي.

Image copyright Getty

د اولمپیک نړیواله کمېټه بیا له هغو رپوټونو وروسته، چې ګواکې روسي لوبغاړو د حکومت په مرسته منع شوي درمل کارولي د ریو سیالیو په ټولو برخو کې د ټولو روسي لوبغاړو پر ګډون د بندیز په اړه غور کوي.

د لوبو نړیوالې شورا مشر لارډ کویې وايي موږ به له ریو هاخوا له روسیې سره په شریکه کار وکړو، چې د دغه هېواد ځغاستلوبغاړي وکولای شي په شفاف او خوندي چاپیریال کې پرمخ لاړ شي او نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره دوی ته او د روسیې لوبو فدراسیون ته د برخې اخیستو زمینه برابره شي.

بل لور ته د یادې شورا چارواکي وايي د روسیې ځیني لوبغاړي کولای شي په ریو اولمپیک سیالیو کې برخه واخلي، خو په وینا یې شرط به پکې دا وي، چې دوی له معیارونو سره ځان برابر کړي او له خپله هېواده بهر یې پرلپسې طبي معاینات وشي.

Image copyright

هغه دوې روسۍ لوبغاړې، چې وار له مخه له دغې پرېکړې ګټه اخیستلای شي، یولیا ستېفانووا او داریا کلیشینا دي. د ۸۰۰ متره ځغاستلوبې برخه والې یولیا د منع شویو درملو موضوع رسوا کړې وه او داریا چې د اوږده واټن ټوپ وهلو لوبغاړې ده امریکا کې مېشته ده.

د لوبو محکمې له تازه پرېکړې وروسته نورو روسي لوبغاړو ته هم لاره هواره شوې او محکمه وايي د روسیې اولپیک کمېټه اوس هم کولای شي لوبغاړي وټاکي، چې په خپل سر به لوبو کې برخه اخلي، خو داسې لږ باور کېږي، چې له دې وروسته به لوبغاړي وکولای شي، دغو لوبو کې برخه واخلي، ځکه د دغو سیالیو چمتوالي ته چې د راتلونکي اګست په پنځمه نېټه پیلیږي، لږ وخت پاتې دی.

۲۰۱۵ کال نومبر کې د خپلواکو سرچینو له هغو رپوټونو وروسته، چې روسي ځغاستلوبغاړو منع شوي درمل کارولي، د لوبو نړیوالې شورا نړیوالو سیالیو کې د دغه هېواد پر برخې اخیستو بندیز ولګاوه.