شاته

نوې سروې کې هیلري او ترمپ تقریبآ اوږه په اوږه روان دي

په امریکا کې د ای بي سي نیوز او واشنګټن پوست ورځپاڼې یوه ګډه سروې ښيي چې د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن له خپل جمهوري غوښتونکي سیال دونلډ ترمپ څخه یوازې دوه فیصده مخکې ده.

په نوې سروې کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، په سلو کې ۴۷ رایه ورکوونکو هیلري تاید کړې او ۴۵ رایه ورکوونکو ترمپ تاید کړی دی.

نژدې یوه اونې مخکې په یوې بلې سروې کې په سلو کې ۵۰ فیصده رایه ورکوونکو ویلي وو چې هیلرې کلنټن ته رایه ورکوي او ۳۸ کسانو ویلي وو چې دونلډ ترمپ ته رایه ورکوي.

دا سروې داسې مهال خپریږي چې د جمعې په ورځ د فدرال د تحقیقاتي ادارې مشر، جیمز کومي، وویل چې دوی په دې اړه پلټنې کوي چې ایا د کانګرس د پخواني غړي، انتوني وینیر، د ارتباط وسیلې کې خو به محرم معلومات نه وو او د میرمن کلنټن د شخصي سرور سره خو به یې ارتباط نه درلود.

اف بي آی وویل دغه نوي معلومات هغه مهال ترلاسه کړل چې د انتوني وینر قضیه یې څیړله چې انجوڼو ته یې نامناسب پیغامونه استول. وینر د میرمن کلینټن د یوې نږدې سلاکارې، هما عابدین، خاوند دی.

نوې سرورې د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو کې شوې ده، خو د فدرال د تحقیقاتي ادارې د جمعې په ورځ وویل چې د هیلري کلنټن د استول شویو ایمیلیونو په اړه یې نور شواهد هم پیدا کړي دي.

په نوې سررې کې ترمپ اووه فیصده مخکې شوی او هیلري کلنټن درې فیصده شاته شوې ده.

په نوې نظر پوښتنې کې د متحدو ایالاتونو په بېلابېلو سیمو کې ۱۱۴۸ رایه ورکوونکي پوښتل شوي دي. په امریکا کې د سیاسي چارو ځيني شننونکي په دې باور دي چې د هیلري کلنټن د ایمیلونه موضوع به د هغه د رایو په کمولو کې پوره ونډه ولري.

خو په خپله میرمن کلنټن د فدرال د تحقیقاتو له ادارې غوښتي چې د هغو تحقیقاتو په هکله نور معلومات هم خپاره کړي چې وایي د هغې د بهرینو چارو د وزارت پر مهال د شخصي کمپوټر نه رسمي ایمیلونه استول شوي دي.

هیلري کلنټن د جمعې په ورځ وویل چې د امریکا خلک حق لري چې تر انتخاباتو مخکې په دې اړه په ټولو معلوماتو خبر شي. هغې وویل باور لري چې پلټونکي به داسي معلومت ترلاسه نکړي چې د اف بي آی د جولاۍ د میاشتې اعلان شوې نتیجه بدله کړي، په مخکنیو تحقیقاتو کې هیلري کلنټن سپینه ختلې وه.

د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست عمومي انتخابات د نومبر په اتمه کیږي، هیلري کلنټن او دونلډ ترمپ د دغو ټاکنو دوه مخکښ کاندیدان دي.