شاته

امریکا له استانبول نه د خپلو ډيپلوماتانو کورنۍ وباسي

امریکا د ترکیې د استانبول په ښار کې د اورپکو د احتمالي بریدونو له کبله د خپلې کونسلګرۍ د ډیپلوماتانو د کورنیو د ټولو غړو د ویستلو امر کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ناوخته دا امر کړی دی، وزارت وايي استخباراتي معلومات یې ښيي چې اورپکي په پرلپسې ډول هڅه کوي چې په استانبول کې امریکايي وګړي په نښه کړي.

خو وزارت وايي له دې سره سره به بیا هم په استانبول کې دامریکا کونسلګري پرانستې وي او فعالیت به یې روان وي.

امریکا یوازې په استانبول کې د خپلې کونسلګرۍ د ډيپلوماتانو د کورنیو غړي وباسي او د ترکیې په نورو ښارونو کې د امریکا په ډيپلوماتیکو تاسیساتو او دفترونو کې دا ډول کوم کار نه کیږي.

د جولاۍ په ۱۵ په ترکیې کې له ناکامې پوځی کودتا وروسته ولسمشر رجب طیب اردغان بیړنی حالت اعلان کړی چې لا هم روان دی. کودتا د اسلامي دولت ډلې له یو ترهګریز برید نه وروسته وشو، چې۴۴ تنه یې ووژل او ۲۳۰ نور یې ژوبل کړل.

امریکا په همدې اونۍ کې ترکیې ته تلوونکو امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې د سفر پر مهال له ډېر احتیاط نه کار واخلي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکايانو ته ویلي وو چې د ترکیې شمال-جنوب سیمو ته به سفرونه نکوي. دغلته د داعش جګړه مارانو، کردي اورپکو او د ترکي د ځواکونو ترمنځ جنګ روان دی.