شاته

په هند کې د کرونا وایرس د زیاتېدو له امله د برطانيي وزیراعظم نوي دلي ته سفر منسوخ کړی

د هند د صحت وزارت ویلي دي چې د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټول هېواد کې د کرونا د دوه لکه او 73 زرو نه زیات نوي کېسونه رپورټ شوي دي او د 1600 نه زیات کسان د وایرس نه مړه شوي دي.

په هند کې د کرونا د زیاتېدونکو پېښو له سوبه د برتانيي وزیر اعظم بورس جانسن راتلونکې اوونۍ د هند خپل سفر منسوخ کړی دی.

د هند سرښار اعلا وزیر اروېند کجریوال ویلي دي چې په تېرو څلیریش ساعتو کې په نوي ډیلي کې د کرونا نوي کېسونه تر څلیریش فیصده پورې زیات شوي دي او وروستی حال دادی چې په هر دریو کې یو تن ته کرونا واېرس پوری شوی دی.

د نوي ډیلي وزیر اعلا ویلي چې د کرونا کېسونو زیاتېدو له امله په روغتونونو کې بېډونه په ډکېدو دي او د اکسیجن ترڅنګ د دوایانو او بېډونو د کمۍ د ستونزې سره هم مخ دي.

د هند د صحت وزارت ویلي دي چې په تېره یوه اوونۍ کې په دغه هېواد کې د یومیلین نه زیات نوي کېسونه رپورټ شوي او زیاتوي په تېرو لسو ورځو کې د ګل دوشنبې په ورځ تر ټول زیات 1619 نوې مړینې شوی دي.

د هند نه علاوه په ایران کې هم د کرونا وایرس نه د خلکو د مړینو پېښې زیاتې شوي او د ایران د صحت وزارت ویلي د اتوار په ورځ په هېواد کې 405 کسان د واېرس نه مړه شوي دي.

د نړۍ تر ټولو زیات اغېزمن هېواد امریکا کې حکومت ویلي په هېواد کې د زیات عمر کسانو د نیمايي تعداد ته د کرونا وایرس ضد وېکسین ورکړی شوي دي.

د امریکا د سي اېن اېن وېب پاڼې ترمخه هند او برتانیي په یوې ګډې خبر پاڼه کې ویلي دي چې د روانې میاشتې په اخېره کې د برتانوي وزیر اعظم د هندوستان د سفر په مهال به دواړو هېوادونو د مستقبل د پاره خپل لویې پلانونه اعلانول خو خبرپاڼه وايي چې دواړه حکومتونه به ددې مقصد د پاره له یو بله سره په رابطه کې وي او د وزیر اعظمانو ترمنځه نېغ په نېغه ملاقات به اوس د روان کال په اخېره کې کېږي.

بلخوا د ایران د صحت وزارت هم ویلي دي چې په هېواد کې یې په تېرو څلیرشو ساعتو کې د 21000 نه زیات د کرونا نوي کېسونه رپورټ شوي خو وايي د معاشي زیان له ویرې د لاک ډاون اوږده لړۍ په ځای نشي ساتلی.

جانز هاپکنز پوهنتون ویلي دي چې په ایران کې د کرونا ضد ویکسین ورکولو کار ډېر په مزه دی او وايي تر اوسه په هر سلو کې یواځې یو تن ته ویکسین ورکړی شوی. پوهنتون زیاتوي ایران خپلو خلکو ته کورني وېکسین ورکوي.

په نړۍ کې د کرونا واېرس نه د اغېزمنه کېدلو او زیاتېدونکو مړینو ترڅنګ تر ټولو زیات اغېزمنه هېواد امریکا کې حکومت ویلي د خپل هېواد د زیات عمر نیمو خلکو ته یې د کرونا ضد اولنی ویکسین ورکړی دی.

د صدر جوباېډن د صحت د چارو سلاکار او د یو نه بل ته لګېدونکو ناروغو مخنیوي ادارې مشر اېنتني فاوچي ویلي دي چې د دوایانو کمپنۍ جانسن اېنډ جانسن د ویکسینو په اړه یې پلټنې کړي دي او وايي چې د وېکسینو له وجې د وینې ټوټې کېدو ډېر کمې پېښې رپورټ شوي دي.

د امریکا صدر جوباېډن او پخواني صدر باراک اوبامه او نوموړو هنر مندانو د وېکسین کمپېن په وړاندې بوتللو او پوهې بېدارولو لپاره د اتوار په ماښام د ای بي سي ټېلي ویژن لخوا راجوړې شوې د “خپل لستوڼي راونغاړۍ“ په نوم دستوره کې ګډون کړی او جوباېډن په اولس غږ کړی چې “که وېکسین مو نه وي اخستی نو لاره ورته جوړه کړۍ او که مواخستی وي نو ډېره مننه”

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېر ترمخه په امریکا کې تر اوسه کرونا واېرس د پنځه لاکه او 67000 نه زیات خلک مړه کړي دي.

جانز هاپکنز پوهنتون ویلي چې اسرائیل خپلو 56 فیصده وګړو ته ویکسین ورکړي او په ماسک اچولو یې بندېز اوچت کړی دی.

فرانس د کرونا نوي واېرس د خورېدو مخنیوي په خاطر د اپرېل 24 نېټې نه د برازیل، ارجنټینا، چلي، او سویلي افریقا نه د سفر کونکو کسانو تر لسو ورځو لپاره په کورنټین کې د ساتلو فېصله کړی ده او ویلي یې دي چې پولیس به دا یقیني کوي. فرانس د برازیل نه د مسافر الوتکو بندېز فېصله بیا هم په ځای ساتلې ده.

جانز هاپکنز پوهنتون ویلي دي چې تر خالي ورځې پورې په برازیل کې په مجموعي توګه 13.9 مېلینه خلکو ته کرونا واېرس پورې شوی او په دغه هېواد کې تر اوسه پورې درې لاکه او 71 زرو نه زیات خلک د واېرس نه مړه شوي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي