شاته

د ولسي جرګې مشر: له طالبانو غواړو چې د استانبول ناسته کې ګډون وکړي

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني، له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې د افغان سولې په اړه د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلي رحماني نن دوشنبه اپرېل ۱۹ (وري ۳۰) د ولسي جرګه په عمومې غونډه کې وویل چې وسله وال طالبان باید له دغه تاریخي فرصت څخه په استفادې خپلې غوښتنې په دغه غونډه کې مطرح کړي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ له طالبانو غواړو چې د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي او خپلې غوښتنې مطرح کړي او له دغه غونډې څخه د افغانستان په ګټه کار واخلي."

هغه د سیمې له هیوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري او د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې طالبان په دغه غونډه کې ګډون ته وهڅوي.

د ولسي جرګې مشر همدارنګه وویل چې د افغان سولې په اړه د ترکیې جوړېدونکي غونډې په دغه هیواد کې د جګړې پای ته رسېدو په اړه هیلې زیاتې کړي دي.

ښاغلي رحماني د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کېدو او د غونډې په اړه د حکومت په استازيتوب د ملي مصالحې شورا چمتووالي ته په اشارې وویل چې: "د ترکیې ناستې د جګړې د پای ته رسېدو او په سوله ییز ډول د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره هیلې زیاتې کړي دي."

هغه وویل چې د افغانستان ولسي جرګه او خلک د سولې تینګېدو لپاره د ترکیې ناسته یوه تاریخي فرصت بولي.

هغه زیاته کړه چې جمهوري نظام اساسي قانون او مدني ازادۍ د افغانستان له مهمو ارزښتونو څخه دي چې په وینا یې باید وساتل شي.

ټاکل شوې د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه د لسو ورځو لپاره پيل شي.

طالبانو تر دې مخکې ویلي تر څو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نوي وتلي دوی به د افغانستان په اړه هیڅ یوې غونډې کې ګډون ونه کړي.

خو له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن تر نوي اعلان وروسته معلومه نه ده چې طالبان به په یاده غونډه کې ګډون وکړي او که نه.