شاته

د بنګله دېش خونړۍ مظاهرې؛ پولیس د «حفاظت اسلام» مشر څخه پلټنې کوي

د بنګله دیش یوې محکمې پولیسو ته اجازه ورکړې چې د یوې اسلامپاله ډلې د هغه با نفوذه مشر څخه پلټنې وکړي چې پدې هیواد کې د تیرې میاشتې د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو مسول ګڼل کیږي.

د محکمې د تصمیم له مخې د«حفاظت اسلام» د ډلې مشر مامونول هاکه، "خطرناکه" سړی دی چې باید ترې پلټنې وشي.

مامونول هاکه تیره ورځ د مختلفو تورونو په وجه پولیسو ونیو. د هغه پلویانو تیره میاشت بنګله دیش ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي د سفر په اعتراض کې د تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وکړې چې په کې د پولیسو سره په شخړو کې د «حفاظت اسلام» د ډلې لږ تر لږه ۱۷ غړي ووژل شول.

دغو اعتراض کوونکو د پولیسو په مرکزونو او دولتي ودانیو باندې بریدونه وکړل او لویې لارې یې بندې کړې.

د «حفاظت اسلام» ډله تل د هند د مودي حکومت په تړاو د بنګله دیش له سیاستونو سره مخالفت کړی دی.

خو بیا هم هغه تورونه چې پر ښاغلي هاکه باندې لګیدلي پخوانیو پیښو پورې مربوط دي چې په ۲۰۲۰ کال کې د هغه په وړاندې شکایتونه په کې شامل دي.

مدافع وکیلانو ویلي دي چې د هغه نیول او اوه ورځې تر نظارت لاندې د ساتلو لپاره د محکمې حکم چې د پخوانیو تورونو پورې اړه لري، د یو دیني مبلغ مقام ته د حکومت له خوا د زیان رسولو هڅه ده.

د هغه یو مدافع وکیل د اسوشیتد پرس اژانس ته وویل: "ولې هغه د یوې زړې قضیې په اړوند نیول شوی دی؟ دلیل یې څه دی چې هغه یې تیر کال توقیف نکړ؟"

د نظارت خانې نه محکمې ته د تحقیقاتو لپاره د هاکه د انتقالولو پر وخت سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

۴۷ کلن هاکه د حفاظت اسلام ډلې مشر دی او په سراسر بنګله دیش کې د اسلامي مدرسو فعاله شبکه اداره کوي.

ددې ډلې غړي وایي حفاظت اسلام سیاسي ګوند ندی، خو ددې ډلې مشران تل د بنګله دیش د سیاسي وضعیت په اړه ویناوې کړي او د یو اسلامي انقلاب رامنځ ته کول تبلیغوي. هغو یپه بنګله دیش کې د یو سخت دریځه اسلامي قانون جوړول غواړي.

د بنګله دیش صدراعظمې شیخ حسینه، د همدې میاشتې په لومړیو ددې هیواد په پارلمان کې د حفاظت اسلام ډلې مشرانو ته خبرداری ورکړ چې که په خپلو فعالیتونو کې له تاوتریخوالي لاس وانخلي د سختو غبرګونونو سره به مخامخ شي.