شاته

د تګزاس فراري بریدګر لا هم نیول شوی نه دی

د امریکا د تکزاس ایالت د آستن په ښار کې پولیس وايي‌ چې د تېرې یکشنبې مشکوک بریدګر لا هم په تېښته دی او لا ندی نیول شوی.

په دغه برید کې لږ تر لږه درې تنه ووژل شول. د پولیسو یو مشر جوزیف چاکون وویل معلومات نشته چې ۴۱ کلن مشکوک بریدګر سټیفن بروډېرېک لا هم د آستن په ښار کې دی که نه؟

ښاغلي چاکون وویل: «چارواکو د هغه د نیولو لپاره د لټون بڼه بدله کړه، مخکې به یې په سیمه کې لټون کاوه، خو اوس یې د فراري په توګه لټون کوي. مظنون ټول قربانیان پېژندل. د اوس لپاره موږ داسې فکر نکوو چې هغه دې دلته وي او بیا دې راشي په خلکو دې ډزې وکړي. خو دا په دې معنی نه ده چې هغه خطرناک نه دی.»

نوموړي وویل چې د برید له سیمې څخه هغه کسان وتلي چې مخکې یې هلته سرپناه لرله، خو دا خبره یې وکړه چې باید د سیمې خلک وېښ او بیدار وي.

هغه وویل چې بریدګر تور پوستی دی او ۱.۷ میتر قد لري. دغه مشکوک بریدګر مخکې د آستن د ښار د تراویس د پولیسو د حوزې مرستیال هم و، خو د هغه د کار په اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي.

د پولیسو دغه پخواني فراري مرستیال د دوو هسپانوي‌ مېرمنو او یو تورپوستي امریکايي‌ په وژلو تورن دی. لا د دغه برید انګیزه معلومه نه ده.

پولیس وایي په دغې قضیې کې یو ماشوم هم دخیل و چې خوندي‌ سیمې ته استول شوی دی.

په امریکا کې دا ډول پېښې وخت ناوخت کیږي. تېره پنجشنبه د انډیانا ایالت د انډیاناپولیس په ښار کې یو کس د پوسته خانې په یوې څانګه کې ډزې وکړې او اته تنه یې ووژل.

په وژل شویو کسانو کې څلور یې سیکان دي. بریدګر خپل ځان هم په ډزو وواژه.