شاته

وایټ هاوس: د عسکرو له انخلا وروسته، د افغانستان آينده دپاره هیڅ تضمین نشته

وایټ هاوس وایي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د وتلو نه پس، هېڅوک هم د هغه هېواد د آینده تضمین نشي کولی. په وایټ هاوس کې د امریکا دقامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د اتوار/یکشنبې په ورځ د دې خبرې ترڅنګ وویل چې امریکا به په افغانستان نظر ساتي چې هسې نه له هغه ملکه بیا د ترهګرو خطره امریکا ته پېښه نشي.

د امریکا صدر جو بایډن د شورو/چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا به د ستمبر تر یوولسمې نېټې پورې په افغانستان کې خپل پاته دوه نیم زره (۲۵۰۰) عسکر هم له هغه هېواده وباسي. سږکال د ستمبر یوولسمه د هغې ترهګرې پېښې شلمه کلیزه ده په کومې کې چې القاعده ډلې په امریکې حمله وکړه او په دوه جهازونو یې د تجارتي مرکز دوه سترې ودانۍ ونړولې.

هغې حملې کې زرګونه امریکاییان مړه شول او همدا سبب و چې امریکا د افغانستان جنګ شورو کړ.

امریکایي ځواکونه قریب شل کاله په افغانستان کې پاته شول
امریکایي ځواکونه قریب شل کاله په افغانستان کې پاته شول

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د فاکس نیوز ټي وي په یو پروګرام کې د اتوار/یکشنبې په ورځ وپوښتل شو چې آیا دا خطره لیدل کیږي چې د عراق قصه په افغانستان کې تکرار شي او هماغسې چې په ۲۰۱۱ کې امریکایي عسکر له عراقه ووتل او بیا دولت اسلامیه ډلې یا داعش د عراق زیاتې برخې ونیولې، افغانستان کې هم حالات خراب شي؟ هغه وخت پخوانی صدر بارک اوباما مجبوره شو چې بېرته عراق ته عسکر ولیږي، دا کانه به افغانستان کې هم تکرار نشي؟

جېک سولېوان په جواب کې وویل چې بایډن هېڅ داسې خیال نلري چې امریکایي پوځونه بېرته افغانستان ته ولیږي، خو زیاته یې کړه: «زه هېڅ داسې تضمین نشم کولی چې په هغه ملک (افغانستان) کې دننه به څه پېښ شي. هېڅ څوک دا تضمین نشي کولی. امریکا همدومره کولی شي چې افغان امنیتي ځواکونو، افغان حکومت، او د افغانستان خلکو ته د وسایلو او قابلیتونو، د هغو ځواکونو ته د تعلیم او وسلو، مرستې وکړي. مونږ دا کار کړی دی، او اوس دا وخت رارسېدلی چې امریکایي عسکر خپل ملک ته راستانه شي او افغانان پخپله ودریږي او د خپل ملک دفاع وکړي.»

بل اړخ ته افغان صدر محمد اشرف غني، د ويټنام جنګ ته د افغانستان د جنګ تشبیهات غلط ګني او دا هم نه مني چې ګني د امریکایي عسکرو د انخلا وروسته به د هغه حکومت د طالبانو تر فشار لاندې راشي.

صدر غني وایي افغان عسکر د خپلې خاورې دفاع کولی شي
صدر غني وایي افغان عسکر د خپلې خاورې دفاع کولی شي

صدر غني وایي چې افغان ځواکونه پخپله د خپل ملک د دفاع کولو وړتیا او توان لري.

صدر غني د سي اېن اېن سره په یوه مرکه کې ویلي: «د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې د ۹۰ فیصدو نه زیات عملیات، پخپله یوازې ترسره کړي دي.»

بل پلو د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په یو بیان کې ویلي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو وتل، «یو عالي او مثبت کار دی»، خو وړاندیز یې کړی چې دا انخلا دې په تېزۍ تر سره شي.

ټرمپ د خپل واک اختیار په وخت کې، له افغانستانه د امریکایي عسکرو د راوتلو نېټه، د سږکال مئې میاشتې اوله ټاکلې وه.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې، سي آی اې، مشر ویلیم برنز د شورو/چهارشنبې په ورځ د سینټ د استخباراتو کمیټې ته وویل چې له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو پس به د سختدریځو د خطرو په هکله د استخباراتي معلوماتو راټولولو په برخه کې د امریکا وړتیا افغانستان کې ډېره راکمه شي.

په جنوري کې د ملګرو ملتونو یو جاري شوي رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې اوس مهال د القاعده ډلې شاوخوا پنځه سوه جنګیالي مېشت دي او طالبان هم له هغې ډلې سره نږدې اړیکې پالي. طالبان بیا په افغانستان کې د القاعده د شتون نه انکار کوي.