شاته

دبهرنیو ځواکونو په وتلو حنیف اتمر دپاکستان،هند اؤ ایران خارجه وزیرانو سره تماسونه نیولي

دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي حنیف اتمر دپاکستان ،هند اؤ ایران دبهرنیو چارو وزیرانو سره دټیلي فون دلارې تماسونه نیولی اؤ هغوئ سره یې د دوه اړخیزه اړیکو ترڅنګ افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دسیمه ییزو همکاریو په پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي اتمر افغانستان کې نفوذ لرونکو دسیمې د درېوؤ هیوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو سره دا تماسونه په داسې حال کې نیولي چې دامریکې صدر جوبائیډن دستمبر د۱۱مې نیټې پورې افغانستان څخه دخپلو ټولو ځواکونو دبېرته ستنولو اعلان کړی اؤ هم ټاکل شوې ده روانه اوونۍ په ترکي کې دافغان امن عمل په اړوند یوه مهمه غونډه راجوړیږي.

دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې افغان خارجه وزیر حنیف اتمر دپاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په ټيلي فوني اړېکه کې دافغان سولې په اړه استنبول کې د راجوړیدونکې غونډې په اړوند خبرې اترې اؤ مهمې مشورې کړې دي .

دټيلي فوني خبرو په مهال دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي خپل افغان سیال ته د ترکي له غونډې وروسته داسلام اباد دسفر بلنه هم ورکړې ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې دا مهال دمتحده عرب اماراتو په درې ورځني سفر بوخت دی ،ښاغلي اتمر سره یې په ټیلي فوني اړېکه کې تر اوسه دافغان سولې په هکله په شوؤ پرمختګونو اؤ د ترکي په راجوړیدونکې غونډه خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي شاه محمود قریشي خپل افغان سیال ته ویلي چې پاکستان د افغانستان په ګډون ټوله سیمه کې دامن دهڅو یوه برخه ده اؤ غواړي چې افغانستان کې د تشدد دپېښو په راټېټیدو دغه هیواد باثباته پاتې شي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ویلي پاکستان به افغانستان کې دامن اؤ ثبات دپاره خپلو دجوړجاړي هڅو ته دوام ورکوي .

هغه هېله ښکاره کړې ده چې داستنبول غونډه به د دوحې دتړون څخه په غوره نتیجو ترلاسه کولو کې کومک وکړی شي .

پاکستاني رسنۍ وایي چې په دغه اړیکه کې افغان خارجه وزیر حنیف اتمر دافغان سولې لړ کې دپاکستان پرله پسې سفارتي،سیاسي اؤ اخلاقي مرستې ستائیلي دي اؤ دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق کړی چې د ترکي دغونډې په جریان کې به هم دیو بل سره لیدنه وکړي.

په عین حال کې دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت په دوؤ بیلابیلو اعلامیو کې ویل شوي چې افغان خارجه وزیر دخپل هندي سیال ایس جی شنکر اؤ ایراني سیال جواد ظریف سره هم ټیلي فوني تماسونه نیولي اؤ افغانستان نه دبهرنیو ځواکونو د ویستل کیدو په اعلان ،افغان سوله اؤ دوه اړخېره اړېکو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

د اعلامیې له مخې دهند خارجه وزیر سره خبرو کې ښاغلي حنیف اتمر د وروستیو پرمختګونو.افغانستان څخه امریکایي اؤ ناټو ځواکونو د وتلو وروسته مرحله کې په امنیتي،سیاسي اؤ دپراختیا په برخو کې دامریکې اؤ افغانستان ترمنځ دهمکاریو په نوي فصل رڼا واچوله اؤ دسولې دبهیر دبریا لپاره یې دسیمه ییزې همکارۍ پراختیا مهمه وبلله.

اعلامیه وایي دهند خارجه وزیر هغه ته ډاډ ورکړی چې هیواد به یې افغانستان کې دتلپاتې سولې اؤ امن په لړ کې خپل رغنده رول لوبوي.

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم دخپل هیواد له لوري افغان خارجه وزیر ته افغان سوله کې دکوټلې مرستې باور ورکړی اؤ ددې ترڅنګ یې ورسره دخپل منځي اړېکو په لا پراخولو خبرې کړې دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان کړی چې ټول امریکايي ځواکونه به په نړیوال سوداګریز مرکز د برید په شلمه کلیزه یعنې د سپټمبر تر یوولسمې پورې ووځي.

ښاغلي بایډن ویلي وؤ، له افغانستان څخه د پاتې ۳۰۰۰ امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیلېږي.