شاته

د کرونا تازه څپه؛ نوی ډهلی د ناروغانو بسترونه او اکسیجن غواړي

د هند په مرکز نوي ډهلي کې چارواکي وايي‌ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۵۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي‌ دي.

د نوي ډهلي‌ اعلی وزیر اروېند کېجریوال د یکشبنې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۲۹) وویل چې په هرو دریو کسانو کې چې ځانونه یې معاینه کړې، لږ تر لږه یو یې د کرونا په ویروس اخته دی.

نوموړي‌ له فدرال حکومت څخه وغوښتل چې د دغه بحران د مخنیوي لپاره د ډهلي روغتونونو ته نوي بسترونه ورکړي او اکسیجن ورکړي.

ښاغلي کېجریوال وویل چې د څه باندې ۲۰ میلیون نفوس لرونکي دغه ښار کې یوازې د ۱۰۰ عاجلو او سخت حالت سره او لاس او ګریوان مریضانو لپاره بسترونه موجود دي.

په ټولنېزو رسنیو کې خلکو په روغتونونو کې د بسترونو، اکسیجن د ډبیو او درملو د کموالي او نشتوالي په اړه شکایتونه کړي‌ دي.

د ډهلي اعلی وزیر خبري رسنیو ته وویل: «اوس لویه اندېښنه دا ده چې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر په چټکۍ سره زیاتیږي‌ او له ۲۴ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته پورته شوی. بسترونه له ناروغانو ډک دي.»

د نوي ډهلي حکومت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې صدراعظم نریندرا مودي‌ یې خبر کړی دی چې دا ښار «اکسیچن او بسترونو ته جدي‌ اړتیا» لري او په ښوونځیو کې د ناروغانو د درملنې لپاره ځایونه جوړ شوي‌ دي.

په نوي ډهلي کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یوه اونۍ قرنطین اعلان شوی دی. دا ښار د هند په هغو ښارونو کې شمېرل کیږي‌ چې د کرونا ویروس سخت ځپلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د چارواکو په حواله لیکلي چې د یکشنبې په ورځ په ټول هند کې ۲۶۱۵۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي‌ دي. په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴.۸ میلیون ته ورسېده.

په هند کې تر دې دمه د کروناویروس له کبله ۱۷۷۱۵۰ کسان مړه شوي دي. هند تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې ډېر خلک په کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر دې دمه ۳۱ میلیون کسان په دغه ویروس اخته دي او څه باندې ۵۶۰۰۰۰ نور کسان مړه شوي دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون چې په نړۍ کې د کروناویروس پېښې ثبتوي وايي‌ چې دا مهال څه باندې ۱۴۰میلیون انسانان په دغه ویروس اخته دي او تر دریو میلیون نور مړه شوي دي.

په دې وروستیو کې په نړۍ کې د کروناویروس پېښې زیاتې شوې او په اوسط ډول د ورځې ۱۲۰۰۰ کسان د دغه ویروس له کبله مري او شاوخوا ۷۰۰۰۰ نور پرې اخته کیږي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شوی او په چټکۍ سره د نړۍ نورو هېوادونو ته ورسېده.