شاته

امریکا او چین د اقلیم بدلون په وړاندې ګډې مبارزې ته ژمن دي 

د امریکا متحده ایالتونه او چین په یوې ګډې اعلامیې کې ټېنګار کړی دی چې د اقلیم بدلون په وړاندې به ګډه مبارزه کوي.

د اقلیم سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر جوبایډن ځانګړي استازی جان کېري په بېجېنګ کې له چینایي چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي دي.

جان کېري د ښاغلي بایډن په حکومت کې لومړی لوړ پوړی مقام دی چې چین ته سفر کوي.

نوموړي وویل چې بیجېنګ د اقلیم سره مبارزې ته ژمن دی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا او چین په ډېرو نورو مسایلو کې شدید اختلافات لري.

ښاغلي کېرې هیله وښوده چې دواړه خواوې د نړیوالې ننګونې په اړه ګډ کار وکړي او زیاته یې کړه چې باید خبرې په عمل کې ثابتې شي.

د اقلیم د بدلون سره د مبارزې د چینايي استازي ژي ژېنهوا او ښاغلي کیرې په ګډې اعلامیه کې ویل شوي: «متحده ایالتونه او چین د اقلیم د بحران د مخنیوي لپاره له یو بل او نورو هېوادونو سره همګارۍ ته ژمن دي چې باید په جدي او بېړنۍ توګه حل شي.»

په دغې اعلامیې کې د اقلیم په برخه کې یو لړ مسائیل لست شوي چې د نړۍ دغه دوه قوي اقتصادونه به یې په اړه له یو بل سره همکاري کوي.

امریکا او چین په نړۍ کې د مضره ګازونو د نیمايي تولید مسولین ګڼل کیږي چې اقلیم ته زیان رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې بله اونۍ به د اقلیم د بدلون په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن په مشرۍ د نړۍ د مشرانو یوه غونډه وشي،‌ دا غونډه به انلاین وي.

ښاغلي کېري د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۸(وري ۲۹) په جنوبي کوریا کې خبریالانو سره په خبرو کې هیله وښوده چې د چین ولسمشر ژي جینپېنګ هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي، خو ویې ویل چې هغوی په چا فشار نه راوړي بلکې همکاري غواړي.