شاته

عمران خان: لویدیځ حکومتونه دې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی جرم وبولي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د لویدیځو هیوادونو د حکومتونو نه غواړي چې د اسلام پیغمبر، حضرت محمد ص په هکله هر ډول د سپکاوۍ څرګندونې دې جرم وبولي او هغوي چې دا کار کوي هماغه شان رویه دې ورسره وشي لکه په ډله ایزه توګه د یهودانو د وژلو د پیښې یا هالوکسټ نه د انکار کوونکو سره چې کیږي.

ښاغلی خان دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې په پاکستان کې په روانې اونۍ کې سخت دریځو اسلامي ډلو خونړۍ مظاهرې کړي او د اسلام آباد نه د فرانسې د سفیر د شړلو غوښتنه کوي.

مظاهره چیان ځکه د فرانسې د سفیر ایستل غواړي چې په فرانسه کې د اسلام د پیغمبر کارتون خپور شوی و.

د پاکستان صدراعظم په ټویټر کې لیکلي، " په لویدیځ کې ښي اړخي سیاستمداران چې د بیان د آزادۍ په بهانې په دا ډول ناوړه او د کرکې کړنې کوي، په ښکاره توګه اخلاقي اصول او زړه ورتیا نلري چې د نړۍ د ۱.۳ میلیارد مسلمانانو ته د زجر رسولو په خاطر بښنه وغواړي. "

عمران خان همدارنګه د لویدیځو هیوادونو نه غوښتي چې هماغه شان چې هالوکسټ نه انکار جرم بلل شوی، اسلام ته سپکاوی دې هم جرم وبلل شي.

د اروپا په اکثریت هیوادونو کې د جرمني د نازیانو لخوا په ډله ایزه توګه د اروپایي یهودانو د وژلو نه انکار جرم بلل کیږي او هغوي چې ترې انکار کوي، زنداني کیدی شي.

په پاکستان کې د تحریک لبیک پاکستان پلویان تقریباً یوه اوونۍ کیږي چې د خپل مشر سعد رضوي تر نیول کیدو وروسته مظاهرې کوي. رضوي غوښتل چې تر اسلام آباده لاریون وکړي خو چارواکو هغه د دې کار د کولو نه وړاندې ونیوه.

عمران خان د شنبې په ورځ پخپلو څرګندونو کې د تحریک لبیک پاکستان په خلاف د حکومت د اقداماتو ملاتړ وکړ.

ښاغلي خان وویل چې دې سخت دریځه اسلامي ډلې په خلاف اقدامات د پاکستان د تروریزم ضد قانون له مخې شویدي ځکه چې د هیواد د اوامرو نه یې سرغړاونې کړي، په لارو کوڅو کې یې تشدد کړی او په پولیسو یې بریدونه کړي.

فرانسې په پاکستان کې د خپلو اتباعو او شرکتونو نه غوښتي چې د هغه هیواده دې په موقتي توګه ووځي خو پاکستاني چارواکي وایي چې د فرانسې د اوسیدونکو لپاره د خوندیتوب او مصؤنیت په برخه کې کومه ستونزه نشته.