شاته

پاکستان کې دکرونا وایرس نورې تر شپږو زرو زیاتې پېښې مخې ته راغلي،149 کسان مړه

دسږکال په اوږدو کې پاکستان کې دتېر یو شواروز په مهال دکرونا وایرس له امله تر ټولو زیات 149 کسان مړه شوي اؤ 6127 نورو تنانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

په کرونا وایرس دقابو موندنې دولتي ادارې این سي او سي پخپلو تازه شمیرو کې ویلي چې د هیواد بیلابیلو برخو کې په کرونا داخته 149 ناروغانو دمړینې سره پاکستان کې تر اوسه په دې وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره 16243 ته لوړه شوې ده اؤ 7 لکو اؤ 56285 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

دشمیرو له مخې دا مهال په ګرډ هیواد کې 80559 کسان په کرونا وایرس اخته دي چې دې کې د څلورو زرو نه د زیاتو ناروغانو حالت اندېښمن ښودل شوی.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې په یاد وایرس 105438 کسان اخته شوي اؤ 2867 پرې مړه شوي هم دي.

سندهـ ایالت کې 272197 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ 4551 پرې مړه شوي دي.

سرکاري شمیرې په ډاګه کوي چې پنجاب کې په کرونا داخته شوؤ ناروغانو شمیره 267572 ده اؤ 7430 کسان تر اوسه دغه صوبه کې په یاد وایرس مړه شوي دي.

بلوچستان کې هم 20822 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ 223 پرې مړه شوي دي.

اسلام اباد کې په کرونا وایرس دمړینو شمیره 636 ښودل شوې اؤ 69556 کسان په دې وایرس اخته شوي دي.

دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې 15524 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ 433 پرې مړه شوي اؤ په ګلګت بلتستان کې بیا په یاد وایرس داخته شوؤ کسانو شمیره 5176 اؤ 103 تنان پرې مړه شوي دي.

دپاکستان حکومت د کرونا دا دريمه څپه زیاته خطرناکه بولي اؤ دخالي يا شنبى په ورځ په کرونا دڅار دولتي ادارې د اپريل مياشت 21مې نيټې نه د 50 نه تر 59 کالو عمر لرونکو کسانو ته د کرونا ضد ویکسین لګولو منظوري ورکړې ده.

وړاندې نه حکومت د60ؤ کالو يا دې نه د زيات عمر خلکو ته واکسين ورکوي او دحکومتي شميرو ترمخه تر اوسه ثبت شوؤ دوؤ میلينو تنانو کې 1.4 میلیونه کسانو ته واکسين ورکړى شوي دي.

داسلام اباد شفاء روغتون کې د وبايي رنځونو ماهر ډاکټر محسن وايي د 22 کروړه ابادۍ هيواد کې دا کچه ډيره کمه ده او پکار وه چې د واکسين عمل له دې ډیر ګړندی ؤ.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ډاکټر محسن وويل تر اوسه د زيات عمر لرونکو خلکو ته واکسين ورکړى شوي دي او د ابادۍ هغه لويه شميره چې روزګار کوي او دخپلو کورنیو پالونکي دي له دغه واکسين محرومه دي.

پاکستاني اولس ته د چين جوړ سينو فارم نومې واکسين لګولو عمل د تيرې فرورۍ دمياشتې نه پيل شوى ؤ اؤ‌ داین سي او سي مشر اسد عمر وايي هره ورځ اتيا زره پاکستاني وګړو ته واکسين لګولو