شاته

کاکس د فساد او نورو جرمونو د اطلاع رسونې په اړه جامع طرح جوړه کړې

له اداري فساد سره د مبارزې ګروپ یا کاکس وايي، د پارلمان له لوري د اداري فساد او نورو جرمونو په اړه د اطلاع رسونې د طرحې تصویب به د ناسمو کړنو په هلکه د رپوټ ورکولو بهیر اسانه او خوندي کړي.

د دغه ګروپ مشرې او د ولسي جرګې غړې میرمن حمیرا ایوبي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د شفافیت سازمان سره ګډې خبري ناستې ته وویل چې په اوس مهال تر بل هر وخت زیات د اطلاع رسونې په برخه کې یو هر اړخېز قانون ته اړتیا ده.

دا چې د قانون دغه طرحه څومره کولای شي د اطلاع رسونې او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ګټوره تمامه شي.

په دې اړه حمیرا ایوبي وايي:

"دا قانون د افغانستان وګړو ته دا حق ورکوي چې کله د جرمونو بېلابېل موارد ویني که فساد وي یا هم سرغړونې، دا هغو مراجعو ته ورسوي چې په دغه قانون کې یاد شوي دي او دغه مراجع له دغه کس څخه چې معلومات ورکوي، ملاتړ وکړي. یعنې قانون د همدې اطلاع ورکوونکي لپاره دی تر څو هویت یې افشا نه شي او کوم خطر ورته متوجې نه شي."

د فساد او نورو جرمونو په اړه د اطلاع ورکوونکي کس د هویت د پټ ساتلو ترڅنګ هغه کس ته د مالي مکافاتو ورکړه چې د مالي فساد په اړه مستند جوړونه او اطلاع رسونه کوي د دغې طرحې مهم ټکي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د ګروپ د مسؤلانو په وینا دغه طرحه چې اووه میاشتې کار شوی په نهو فصلونو او شپږ دېرش مادو کې جوړه شوې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې ګروپ یا کاکس د ۱۳۹۱کال د حوت په میاشت کې جوړه شوې او اته وېشت غړي لري چې ډیری یې میرمنې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت سازمان اجرایوي رئیس سید اکرام افضلي وايي، پر قانون د دغې طرحې بدیل به خلکو ته د دوکې، د سرچینو د ضایع کېدو، اداري فساد او د کمزوي مدیرت په اړه د اطلاع ورکونې په برخه کې قانوني بستر برابر کړي.

د افغانستان د شفافیت سازمان اجرایوي رئیس سید اکرام افضلي

د افغانستان د شفافیت سازمان اجرایوي رئیس سید اکرام افضلي

ښاغلي افضلي زیاته کړه:

"کوم موارد چې په قانون کې په پام کې نیول شوي او کومه طرحه چې شته، موږ ویلای شو چې د سیمې په کچه یوه ښه طرحه ده. موږ هیله لرو د افغانستان پارلمان ژر تر ژره دا قانون تصویب کړي."

د افغانستان د عدالت د موسسې مسولانو چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی و وویل، که یاده طرحه په سمه توګه عملي شي هر څوک به د اداري فساد او نورو جرمونو په اړه اطلاع ورکونې ته زړه ښه کړي.

د یادې موسسې مرستیالې میرمن لیلما ناصري د غونډې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په افغانستان کې ډېری وګړي د امنیتي او نور دلایلو له کبله افشارګرۍ ته زړه نه ښه کوي خو د یادې برخې قانوني کېدل به تر ډېره ستونزې راکمې شي.

محمد حدیث پردېس