شاته

په غلام خان بندر افغان ټرانزټ پېل شو خو سوداګر وايي د تورخم په څېر اسانتياوې اوس هم نشته

پاکستاني چارواکي وايي د شمالي وزيرستان د غلام خان بندر د لارې د افغانستان سره په رسمي ډول ټرانزټ ټرېډ پېل شو او د کراچۍ نه د غلام خان بندر د لارې کابل ته د سامانونو ټرکونه تللي دي.

د غلام خان بندر د لارې رسمي پرانسته چې د شورو/ چارشنبې په ورځ (اووم اپرېل) شوې د خېبرپښتونخوا د ټرانسپورټ وزیر ملک شاه محمد ویلي، د دغه لارې د افغان ټرانزټ ټرېډ سره به د منځني اسيايي هېوادونو پورې تجارت ممکن شي.

هغه ویلي په میرانشا کې د ګاډو نه د سامانونو ښکته کولو او خېژولو يا بار کولو سره به د ځايي خلکو روزګار هم ښه شي.

او د شمالي وزيرستان مرستيال کمشنر شاهد ویلي د ټرانزټ ټرېډ سره به نه يواځې دوه اړه خيزه تجارت سېوا شي بلکې 20 زره خلک به ورسره په روزګار هم شي.

خو د افغان ټرانزټ ټرېډ سوداګر وايي د شمالي وزيرستان په بندر د تورخم او چمن د پولو په څېر اسانتياوې تراوسه نه دي برابر کړی شوي.

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی د افغان ټرانزټ يو سوداګر همشاد الله وايي د غلام خان په لار یواځې د سبزيانو او میوو کاروباریانو ته اجازه ورکړی شوې ده.

هغه وویل د شمالي وزیرستان نور کاروباريان د افغانستان سره د ګاډو د سامانونو (سپېر پارټس)، وړو، غوړو، چینو، کارپیټس او د جامو کاروبارونه کوي خو په دې لار هغو ته اجازه نه ورکړل کیږي.

هغه وويل دوی خپله د پولې نه د غلام خان د لارې د ګاډو سامان راوړي خو په دې لاره نه پریښودل کیږي.

نوموړي زياته کړه د قبايلي علاقو په صوبه کې د ورګډېدو په وخت د ملک وزیراعظم د دې علاقې ټیکس فري يا ټېکس نه متثنا ګرځولو اعلان کړی وو خو د غلام خان په بندر د کسټم نظام اوس هم په ځای دی.

همشادالله وويل چې حکومت دعوه کوي د غلام خان لارد تورخم او چمن په شان رسمي کړی شوې خو په چمن او تور خم دواړو خواو ته مېشت خلک په دې پولو په ازادۍ سره تګ راتګ کولی شي خو دلته د شمالي وزیرستان او خوست ترمینځه خلکو ته اجازه نه ورکړل کیږي.

سوداګر دا هم وويل که حکومت غواړي چې دلته کاروبار ښه شي بیا دې اول خپلې وعدې پوره کړي د غلام خان نه دې د کسټم نظام لري کړي هر ډول کاروباریانو ته دې اجازه ورکړی شي او بل په پوله دې دواړو خواو ته خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

يو بل تجار محمدرحمان ویل دوی د کال 2009 راهسې د 2014 پورې د افغانستان سره د وړو او وریژو کاروبار کولو او د ورځې په سر به د 50 نه 60 پورې ګاډي افغانستان ته لېږل کېده. خو د ضرب عضب په مهال د پولې تړل کیدو وروسته يې کاروبار په ټپه ودرېدلی دی.

هغه وويل د ضرب عضب نه وړاندې به په پوله د ټېکسونو يا ماليې په مد کې قومي خزانې ته په لکونو روپۍ جمع کېدې. خو د ضرب عضب عملیاتو کې د شمالي وزیرستان سوداګرو ته د 21 اربه روپو تاوان اوښتی چې حکومت ورسره منلی هم وو او تیر کال د صوبې حکومت ویلي وو دوی ته به اووه اربه روپۍ تاوان ورکوي خو تر اوسه هغه پېسې نه دي ورکړل شوي او د دغو پېسو لپاره دوی عدالت ته تللي دي.

محمد رحمان وویل اول دې تجارو ته د اوښتې تاوان معاوضه ورکړی شي چې بیا پرې کاروبار روان کړي او ورسره دې د علاقې د امنیت د ټینګښت لپاره هم کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

يو امنيتي حکومتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي، د غلام خان په پوله ځينې ستونزې شته دوی يې مني خو د ده په وېنا په لومړي پړاو کې پوله پرانستل شوه د ګاډو تګ راتګ به پېل شي او له دې وروسته چې په پوله نورې څومرې اسانتياوې اړتيا لري هغه به هم د وخت سره برابر کړی شي.