شاته

دپاکستان حکومت تحریک لبیک سره دشوي تړون عملي کولو دپاره پارلیمان ته دقرارداد وړاندې کولو پرېکړه کړې

د چهار شنبې په ورځ د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ دحکومتي چارواکو دلوړې کچې یوه غونډه کې ددتندروه مذهبي ډلې تحريک لبيک او حکومت ترمنځ دلوظنامې پارلیمان ته په وړاندې کولو غور شوی دی.

مطبوعاتي رپوټونه وايي غونډې تحریک لبیک سره دشوي تړون عملي کولو په موخه وړومبی سیاسي ګوندونو سره دصلاح مشورې اؤ بیا ددې تړون په ترڅ کې دیو قرارداد پارلیمان ته د وړاندې کولو پرېکړه کړې ده.

حکومت تحریک لبیک سره شوي تړون کې هیواد نه دفرانس دسفیر ویستلو،دغه هیواد نه دخپل سفیر راویستلو اؤ دفرانس دجوړو شیانو دپرېکون خبرې منلې دي.

تير کال 2020م کې تحريک لبيک په فرانس کې دپيغمبر اسلام دسپکاوي دخاکو خپريدو په ضد اسلام اباد کې خپله احتجاجي ناسته د حکومت سره ددغې لوظنامې کيدو وروسته ختمه کړې وه.

دتحریک لبیک تنظيم دمشر خادم حسین رضوي له مړینې وروسته اوس د هغه زوئ او د تحريک لبيک نوي مشر سعد رضوي حکومت ته د روان اپريل مياشت 30مې نيټې پورې دلوظنامې عملي کولو مهلت ورکړی دی.

سعد رضوي د غوښتنو نه عملي کيدو په سر يو ځل بيا اسلام اباد پله داحتجاجي لاريون خبردارى ورکړی دی.

دحکومت لخوا تحريک لبيک سره په شوې لوظنامه د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري او د هغې وخت د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه لاسليکونه کړي وؤ.

په دې اړه د مذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري سره د د وي او ای ډيوه د رابطو هڅې ناکامه شوې دي.

خو د پاکستان سرکاري ميډيا ترمخه څو ورځې وړاندې اسلام اباد کى صحافيانو سره خبرو کې د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد د تحريک لبيک سره دشوې لوظنامز د لارې د فرانس دسفير د بيدخلۍ لپاره پارليمان ته دقرارداد راوړلو پخلى کړى ؤ.

دحکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند دقامي اسمبلۍ د باندنيو چارو دقاٸمه کمپټۍ غړې زهره ودود فاطمي د لوظنامي په اړه حکومتي غبرګون باندې انديښنې ښايي.

هغى وي او ای ډيوه ته وويل دا دخارجه تګلارى سره تړلې حساسه معامله ده او وړاندې نه دا تاثر موجود دی چې پاکستان مذهبي انتها خوښۍ ته وده ورکوي.

زهره ودود غوښتنه کړې چې وړومبی دې حکومت پارليمان ته لوظنامه وړاندې کړي چى معلومه شي حکومت ولې او د تحريک لبيک کوم شرطونه منلي دي؟

هغې زياته کړې که بيا حکومت قرارداد وړاندې کوي نو دوئ به جاج اخلي او خپله فيصله به کوي

دا په داسې مهال ده چې پاکستان دعوه کوي دترهګرۍ دمالي سرچینو وچولو اؤ دناقانونه پیسو په لیږد دڅار دنړیوالې ادارې ایف ټي ایف لخوا ورته اېښودل شوي زیاتره شرطونه یې پوره کړي دي خو یادې ادارې دپاکستان ددوؤ باوجود ددې هیواد نوم دخړ فهرست څخه نه دی ویستلی.

د پاکستان سپريم کورټ کال2017م کې هم په اسلام اباد کې دتحريک لبيک احتجاجي پرلت خورولو کې دپوځ کردار د ملکي دستور په ضد ګرځولى ؤ.

اعلى عدالت د پرلت خورولو لپاره د تحريک لبيک سره هغه وخت شوې وړومبۍ لوظنامه د رياست ټيټيډل ګرځولي وؤ.

د پاکستان پوځي استخباراتي ادارى آي آېس آي لخوا دفاع وزارت د لارى سپريم کورټ ته ورکړى خواست کې د ياد عدالت دغه پريکړه باندې د بيا کتنې غوښتنه شوي ده