BBC
 شاته

افغانستان ته د پاکستاني توکو د وارداتو کچه '٪۵۰ کمه شوې'

Image copyright Getty
Image caption اوړه، وریجې، غوړي او نور لومړني خوراکي توکي، تازه مېوې، درمل، سمنټ او داسې نور افغانستان ته د پاکستان د صادراتو عمده توکي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه له ګاونډي هېواد پاکستان نه د سوداګریزو توکو د وارداتو کچه تر نیمایي ډېره راټیټه شوې او نژدې ۱،۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د پاکستان د سوداګرۍ سییستم پیچلتیا، د پاکستاني توکو د کیفیت ټیټوالی او له دې هیواد سره سیاسي ستونزې هغه لاملونه دي چې له اسلام اباد سره یې د کابل سوداګري پيکه کړې.

"د پاکستان د سوداګرۍ صادراتي، ترانزیتي او انتقالاتي سیستم ډیر پېچلی دی. د نورو هېوادونو په څېر نه دي، د ایران په شان اسانتیاوې نه لري. د مرکزي آسیا نورو هیوداونو په شان ازاد او آسانه نه دی."

د افغانستان له سوداګرو سره د پاکستاني چارواکو "ناسم چلند" او د افغانستان په چارو کې پر پاکستان د لاسوهنې تورونو له امله په ټولنیزو شبکو کې د پاکستاني تولیداتو نه پېرودلو تبلیغات هم د ځینو سوداګرو په وینا له پاکستان نه د توکو وارداتو په کموالي کې رول لري.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي؛ په ټوله کې د افغانستان واردات سم نیمایي کم شوي دی. ښاغلي الکوزي وویل، په ۲۰۱۴ کې افغانستان ۱۵ میلیارډه ډالره واردات درلودل، خو اوس اته میلیارده دی.

اوړه، وریجې، غوړي او نور لومړني خوراکي توکي، تازه مېوې، درمل، سمنټ او داسې نور افغانستان ته د پاکستان د صادراتو عمده توکي دي.

کتونکي وایي، افغانستان په خپل نوي اقتصادي سیاست کې هند، ایران او د منځنۍ اسیا نورو هیوادونه ته سینه جوخته کړې او له پاکستان نه یې واټن اخستی. د ایران د چابهار بندر به چې غبرګولي په لومړیو کې پرانستل شو، د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ ددغې اقتصادي ستراتیژیکې ملګرتیا تم ځای وي.

افغانستان په وچه کې د راګېر موقعیت له امله د نړۍ له نورو هېوادونو د توکو واردولو لپاره هم پاکستان ته اړ و، خو د ایران چابهار بندرجوړېدو سره به ددې اړتیا ارزښت راتیټ شي.

Image copyright irib
Image caption افغانستان په وچه کې د راګېر موقعیت له امله د نړۍ له نورو هېوادونو د توکو واردولو لپاره هم پاکستان ته اړ و، خو د ایران چابهار بندر جوړېدل به ددې اړتیا ارزښت راټیټ کړي.

اوسمهال د افغانستان سوداګر تر ډېره د منځنۍ اسیا له هېوادونو، قراقستان او ترکمنستان نه اوړه واردوي. دوی وایي، یو ستر لامل یې د تورخم لارې بندېدل دي.

نظام الدین تاجزاده چې له نورو هېوادونو افغانستان ته خوراکي توکي واردوي وايي؛ له پاکستان سره په معامله کې یې ډیر کله سوداګري د سیاست قرباني شوې.

"ټول ددې شاهد دي چې موږ ډیر کله د سیاستونو قرباني کیږو، نو په همدي خاطر موږ هم یوه بدیله لاره ولټوله چې وکولای شو د یو بل هیواد له لارې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړو. نو په همدې اساس د کراچۍ بندر کې مو تجارت ډېر کم شوی."

دغه سوداګر وایي، پخوا به چې کله هم چې د کابل او اسلام اباد اړیکې ترېنګلې شوي، نو پاکستاني چارواکو به ددوی پر اوږو فشار ډېروه چې دوی ته به یې د بدیل هېواد د لټون اړتیا ډېروله.

عبدالحلیم چې په کابل کې د اوړو یو لوي دکان لري وايي، اوس خلک هم د پاکستاني توکو پیرلو ته لېوالتیا نه لري.

دی وایي، د پاکستان اوړو په پرتله د منځني اسیا هېوادونو اوړو کیفیت ښه دی او بل دا چې په دې وروستیو کې د پاکستاني توکو ضد کمپاین هم د پاکستان تولیداتو پر پېرلو منفي اغیز کړی.

هغه وویل چې د قراقي اوړو ترڅنګ د افغانستان کورنیو اړو هم ښه بازار موندلی دی.

افغانستان کې ډېری خلک په دې باور دي چې پاکستان له افغانستان سره د سیاسي ستونزو غچ له سوداګرۍ اخیستی؛ په وار وار یې د افغان سوداګرو مالونه درولي او دې کار دغه سوداګرو ته میلیونونه ډالره تاوان اړولی او دلته یې افغانستان کې د توکو بیې لوړې کړې دي.

Image caption د افغانستان امنیتي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د تورخم پر پوله جګړې هم افغانستان کې د خلکو ترمنځ د پاکستان ضد احساسات راوپارول او ځینو خو پر ټولنیزو رسنیو د پاکستاني تولیداتو نه اخستو کمپاین وکړ.

خو اوس چې افغانستان د پاکستان پر ځای ترډېره له نورو ګاونډیو هېوادونو د اړتیا وړ توکي واردوي، نو د تورخم لارې بندېدو د پخوا په څېر د توکو پر بیو هېڅ اغیز نه دی شیندلی.