شاته

د بشر حقونو د څار سازمان: د افغان سولې په بهیر کې دې د ښځو ګډون یقیني شي

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان یوه تازه اعلامیه خپره کړې او د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي او امریکا چې د افغان سولې د بهیر له ښکېلو اړخونو څخه دي، دوی یې مخاطبین کړي چې باید د افغان سولې په بهیر کې دې د ښځو ګډون یقیني کړي.

‎دغه سازمان ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي دې د سولې پروسه کې د افغان ښځو د ګډون لپاره جدي کار وکړي.

‎د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مسوولې هدر بار په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره خبرو کې وویل: "د بشري حقونو د څار سازمان ژوره اندېښنه لري چې په ترکیه کې د افغانستان د سولې لپاره د کنفرانس چارې پرته له هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول روښانتیا پر مخ ځي چې ښځې په کې څه ‌‌‌‌‌‌ډول ګډون کوي؟ موږ د کنفرانس په څنډه کې د غونډو خبرې اورو چې ښځې به په کې ګډون کوي، دا د منلو وړ نه ده او نه هم د سولې د خبرو چېرته چې مهمې پرېکړې کېږي د ښځو د ګډون لپاره بدیل کېدای شي."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مسووله هدر بار
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مسووله هدر بار

هدر بار ویلي، د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي - په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، د عمومي منشي مرستیاله امنه محمد، د ملګرو ملتونو د سرمنشي شخصي سفیر ژان ارنولټ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازې ډیبرا لاینز باید کار وکړي چې په اصلي خبرو کې د مېرمنو بشپړ ګډون ته ژمنتیا ولري او د مدني ټولنو ونډه دې هم پیاوړې کړي.

‎په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبرالاینز د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان د دغو څرګندونو په اړه ویلي چې دوی د افغان سولې بهیر کې د ښځو د بشپړ شمولیت ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنولو ته ژمن دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبرالاینز
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبرالاینز

‎په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما پر ټویټرپاڼه د مېرمن لاینز له قوله لیکلي چې دوی د سولې په ټولو غونډو کې د ښځو د پیاوړي ګډون لپاره ژمنتیا لري او د ترکیې ناسته کې یې هم د ښځو د ځینو استازو نومونه په جدول کې شامل کړي دي.

‎دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د سولې پروسه کې د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ‌‌‌‌‌‌ډلې هم دغه بهیر کې د ښځو د حضور، حقونو او ازادیو د ساتلو غوښتنې کړي دي.

‎دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې وړاندې ټینګار کړی چې د ښځو تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې حفظ او د خپل د راتلونکي د ټاکلو حق دې ورکړل شي.

‎د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو په ډله کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو هېوادونو ښځینه چارواکې او استازې شاملې دي.

‎دغه ډله په ټولنه، حکومت او د سولې په هڅو کې د افغان ښځو د حقونو او لاسته‌ راوړنو د ملاتړ لپاره جوړه شوې ده.

‎که څه هم افغان حکومت تازه د دغه سازمان د اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې ‌‌‌‌‌‌ډېرو افغان چارواکو د سولې پروسه کې د ښځو ونډه مهمه بللې او دې برخه کې یې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی دی.

‎بل خوا د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي چې د سولې پروسه کې تردې دمه د ښځو ونډه یوازې نمایشي ده.

د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعاله بلقیس روشن
د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعاله بلقیس روشن

‎د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعالې بلقیس روشن په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "​دا پروسه ‌‌‌‌‌‌ډېره پروژې ته ورته ده، ځکه د ښځو رول په کې ‌‌‌‌‌‌‌ډېر کم دی، دغه برخه کې یوازې یو څه ښځې د غونډو زینت لپاره بیایي، خو موږ په دې باور یو چې په داسې ناستو کې داسې ښځې وای چې خپل غږ یې اوچت کړی وای، د جګړو د قربانیانو کورنیو باید په کې وای او په ټوله کې داسې ښځې هلته وای چې د ټولو نورو ښځو استازیتوب یې کړای شول."

‎مېرمن روشن وایي، نړیواله ټولنه او افغان مېرمنې باید دې برخه خپل غږ اوچت کړي او تر بل هر وخت په اوسنیو حساسو شرایطو کې زیاته برخه واخلي.