رپورټ: په تېرو دوو کلونو کې په امريکا کې د ايميګرېشن خواستونه دوه چنده زيات شوي
د امريکې په عدالتونو کې د ۱۳ لکو نه د زياتو خلکو د کډوالۍ يا ايميګرېشن مقدمې پرتې دي خو د ادارې چارواکو وي او ای ته ويلي د ميکسيکو په پوله امريکې ته د راتلونکو کډوالو په شمېره کې په لويه کچه د زیاتوالي له امله د ايميګرېشن په عدالتونو د مقدمو بار نور دروند شوی دی.
د امريکې د کسټم او پولې د تحفظ د ادارې رپوټ وايي تېر د مارچ په مياشت کې د ميکسيکو په پوله يو لاک اويا زره کډوال امريکې ته راوړېدلي دي چې د کال ۲۰۰۶م راهسې تر ټولو لويه شمېره ده.
چارواکي وايي، د ايميګرېشن کېسونو د زر تر زره حل کولو د پاره په دغه نظام کې د اصلاحاتو ترڅنګ د نورو ججانو د ګمارلو ضرورت هم دی.
جېفري چېز د ايميګرېشن پخوانی جج دی وياو ای ته يې ويلي،
"په عدالتونو د اېميګرېشن بوج زيات شوی د دې يو حل دا دی چې د ججانو شمېره زياته کړی شي او دغه مقدمو ته بيا کتنه وشي، چې پکې کمزوري کيسونه ويستل شي،"
په امريکا کې د څېړنې د ادارې TRAC رپوټ ښاييچې د کال ۲۰۱۷ راهسې د ځنډ ښکار د ايميګرېشن کيسونو یا مقدموې کې دوه چنده زياتوالی راغلی دی او زياتوي په امريکا کې د ايميګرېشن د مقدمو دپاره ۵۲۹ ججان او ۶۷ عدالتونه دي.
په سان فرانسېسکو کې د ايميګرېش د ججانو د تنظيم NAIJ مشره ډانا مارکس وايي" د ايميګرېشن په عدالتونو کې اضافه ډېره په ورو ورو کېږي ځکه په عدالتونو د مقدمو بوج ورځ په ورځ زياتېږي."
مېرمن ډانا وايي د دوی تنظيم هلې ځلې کوي د ايميګرېشن عدالتونه د انصاف وزارت نه جدا کړي او د نویو ضرورتونو سره سم ورته بيا کتنه وکړي نو د کډوالو د مقدمو تعداد به ورسره کم شي.
د وي او ای رپورټ وايي که څه هم صدر جوبایډن د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په ايميګرېشن تګلاره ټکونه کول خو پخپله يې لا تراوسه په دغه نظام کې د بدلون پاليسي نه ده اعلان کړې او نه يې هم د ايميګرېشن عدالتونه د وزارت انصاف نه د جدا کولو د پاره کوټلي ګامونه اخیستي دي.