شاته

انتخابات، د سولې حکومت او لویه جرګه د غني د سولې په پلان کې

جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپل حکومت د سولې د طرحې په هکله په ارګ کې د حکومت جګپوړو چارواکو ته توضیحات ورکړل.

ښاغلي غني وویل چې د سولې طرحه یې درې مرحلې لري. لومړنۍ مرحله یې سیاسي هوکړه، دویمه یې د سولې حکومت او دریمه یې د سولې، دولت جوړونې او مارکیټ د ایجاد لپاره کار کول دي.

جمهور رئیس غني همدرانګه د نړیوالو لخوا د اوربند د څارنې، د سیمې د هیوادونو او نړیوالې ټولنې لخوا د سولې د ضمانت غوښتنه وکړله.

ښاغلي غني همدرانګه وویل چې د هر ډول تړون د نهایي کیدو لپاره باید چې د افغانستان د ولس غږ واوریدل شي او دا کار به د لویې جرګې د لارې کوي.

هغه همدرانګه په طابانو غږ وکړ چې د سولې د لومړي پړاو نه وروسته د افغانستان د ولس سره په لویې جرګې کې کښیني او زیاته یې کړه، "زما هیله دا ده چې سیاسي موافقې ته د رسیدو نه وروسته، طالبان دې د افغانستان د ولس سره کښیني او وبه کتل شي چې په ۵۲ کمیټو کې څوک چاته قناعت ورکوي."

غني زیاته کړه، "تیار یو چې د سولې لپاره د انتخابي حکومت موده لنډه کړو." خو دا یې هم وویل چې داسې سوله نه غواړم چې راتلل یې د یو بل جنګ پیل وي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني پخپلو خبرو کې وویل چې د ترکیې غونډې لپاره بشپړ چمتوالی لري.

ټاکل شوې په همدې روانې میاشت کې په استانبول کې د افغانستان د حکومت، طالبانو د استازو او نړیوالې ټولنې په ګډون د افغانستان د سولې په هکله نړیواله غونډه راوبلل شي.

جمهور رئیس د سولې روانې هلې ځلې یو فرصت وباله او زیاته یې کړه چې په تیرو ۴۲ کالونو کې د ​لومړي ځل لپاره یو فرصت پیدا شوی چې په افغانستان کې دوامدراه جګړه پای ته ورسیږي او دایمي سوله وشي. خو ښاغلي غني وویل چې دا فرصت یوازې یوه "کړکۍ" ده.

جهور رئیس وویل دا د ټول ملت او دولت مسؤلیت دی چې په ټول "تدبیر او تمرکز" دا کړکۍ پراخه کاندي.

ښاغلي غني همدارنګه وویل چې په اساسي قانون کې تغیرات راتلی شي خو پدې قانون کې د بدلون لپاره به د "بهر" نه د چا غوښتنه ونه مني.

افغان جمهور رئیس همدارنګه په افغانستان کې د سولې په برخې کې د ملګرو ملتونو نقش مهم وباله او زیاته یې کړه چې "بدیل" نلري. هغه زیاته کړه کومه دایمي سوله چې په افغانستان کې راځي، دا لازمي ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نړیوالې ټولنې لخوا یې ضمانت وشي.