شاته

دانش: د قوم پالنې روحیې د حکومتوالۍ په بهیر اغیزه کړې

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت یو شمیر مشرانو د جنرال عبدالرسید دوستم وروستۍ څرګندونې د اساسي قانون له چوکاټ څخه بهر ګڼلي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق د جمعې په ورځ په کابل کې د پخوانیو مجاهدینو د یو مشر او د ولسي جرګې د یو غړي قربان علي عرفاني د لومړي تلین په مناسبت یوې غونډې ته په ویناوو کې د افغانستان روان وضعیت د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل چې د روانو ستونزو یوازینی حل د ملي وحدت ټینګیدل او یو بل ته لاس ورکول دي.

دغو مشرانو اندیښنه وښوده که چیرې دا کار ونه شي نو د هیواد روان حالات به هغې خوا ته لاړ شي چې بیا به یې کابو کول اسان نه وي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش، پرته له دې چې د جنرال دوستم نوم واخلي دې غونډې ته وویل، چې په حکومت کې ځیني چارواکې شته چې خلکو ته بدیل وړاندیزونه وړاندې کوي.

ښاغلي دانش وویل " په دې وروستیو کې له بده مرغه د قوم پالنې روحیې د حکومتوالۍ او د ملي یووالي د حکومت بهیر پریشانه کړی دی، یو شمیر هغه چې پخپله د دې حکومت چارواکي دي په یو ډول خلکو ته کله بدلیل وړاندیزونه کوي، زه د حکومت د یو شمیر سیاسي مشرانو پر وروستیو څرګندونو باندې تاسف کوم، دا ډول څرګندونې د اساسي قانون له چوکاټ څخه بهر دي او دا ډول څرګندونې د نظام او د ملت د پیاوړتیا مخه نیسي، د پرمختګ او اصلاحاتو مخنیوی کوی او د هیواد د لوی مدیریت پر وړاندې به یو ستر خنډ اوسي".

د دې اونۍ په سر کې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال دوستم، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې خبریالانو سره په خبرو کې جمهور رئیس محمد اشرف غني د پښتنو څخه او اجرائیه رئیس عبدالله د تاجکو څخه په ملاتړ تورن کړل.

همداشان جنرال دوستم د افغانستان د روانو ستونزو د هوارلو لپاره د لویې جرګې د رابللو وړاندیز څخه هم ملاتړ وکړ.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال، دانش د جنرال عبدالرشید دوستم څرګندونو ته په ځواب کې د جمهوررئیس او اجرائیه څخه ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې دا دواړه مشران د هیواد مسایلو ته د تخنیکي پلوه ګوري نه د قومي پلوه.

ښاغلي دانش وویل " زه د هغو کسانو په ډله کې یم چې مې د هغو څخه چې قوي افراطي قومي روحیه لري که د هر قوم وي هیڅکله دفاع نه ده کړې او نه به یې وکړم، خو ترکومه چې زه پیژندګلوي او نږدې اړیکې چې لرم دا په جرات کولی شم ادعا وکړم چې پخپله جمهوررئیس د قومي او نژادي افراطتیت څخه پاک دی".

د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال حاجي محمد محقق هم پرته له دې چې د جنرال دوستم نوم واخلي د هغه څرګندونې یې غیرمسولانه وبللي اوپر ټولو چارواکو یې د ګډ کار اویو بل ته د لاس ورکولو غږ وکړ.

ښاغلي محقق وویل " حالات سم نه دي جګړه د هیواد ډیرو برخو ته غځول شوې چې دا زمونږ د حکومت ستونزه ده که زمونږ او د حکومت دواړو او یا هم بهرنی فشار زیات دی دښمنان ډیره لاس وهي حالات ډیر سم نه دي".

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د افغانستان د عام وګړي او هغه چې په حکومت کې لوړ منصبونه لري د توپیر یادونه وکړه او ویې ویل چې مشران باید خپل مسولیت ته پاملرنه وکړي او که نو حالات به هغې خوا ته لاړ شي چې بیا به یې مخه نیول هم اسان نه وي.

ښاغلي عبدالله وویل " معلومه ده چې د هیواد د ستر سیاست په یوه برخه کې ستونزه شته دی، چې انشاالله پاک خدای ټولو ته لارښونه وکړي، مخکې له دې چې د هیواد وضعیت خدای ناخواسته په هغه لورې لاړ شي چې بیا یې اداره مشکله وي، یو ځل بیا ټول په خود راشو چې کوم کار په ښه توګه کولی شو او په کوم ځای کې په ښه توګه مونږ عمل کولی شو ترڅو دغه مظلوم خلک چې الله ته ګوري او د اسباب په عالم کې یې سترګې مونږ ته رااوښتې دي مونږ ورته څه کولی شو".

د ولسي جرګې غړی قربان علي عرفاني، تیرکال د ورپیښې ناروغۍ له امله مړشو.