افغان ځواکونو د قلعه ذال ولسوالۍ له طالبانو بیرته نیولې
امنیتي چارواکي وایي، د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ مرکز اقتپه چې تیره شپه طالبانو د یوې سختې جګړې وروسته د څو ساعتونو لپاره له افغان ځواکونونیولې وه، افغان ځواکونو نن سهاروختي طالبان د ولسوالۍ له مرکز بیرته وایستل او د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ یې په خپل کنټرول کې راوستې.
خو په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې د طالبانو وسله وال لا هم د ولسوالۍ له مرکز سره نږدې سیمو کې مورچلې نیولي دي.
له تیرو دریو ورځو راپه دیخوا د قلعه ذال ولسوالۍ مرکز اقتپه باندې د دولت مخالفو وسله والو بریدونه کول، د ولسوالۍ د مرکز بازار او شاوخوا سیمې وسله والو طالبانو نیولې وې، خو د ولسوالۍ، امنیې قوماندانۍ او نورو دولتي ادارو ودانۍ د افغان دولت په لاس کې وې.
د قلعه ذال ولسوالۍ یو تن مامور چې له نوم اخیستو یې ډډه کوله امریکاغږ ته یې وویل چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز اقتپې بازار څو ورځې وړاندې تصرف کړی و، خو په دولتي ودانیو کې لاهم افغان ځواکونه واکمن وو.
هغه زیاته کړه چې طالبانو ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره نیولې وه، خو بیرته افغان ځواکونو د ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات وکړل چې په کې ۵ تنه محلي او ملي پولیس وژل شوي دي.
د طالبانو له خوا پر ولسوالۍ په برید کې د افغان ځواکونو یو مرمۍ ضد ټانک د طالبانو لاس ته لویدلی و او دوه نور یې تخریب شوي وو.
خو د افغان ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د کندوز د سقوط پر وخت د طالبانو لاس ته لویدلي ټانکونه دوي تخریب کړي دي.
د شپې په وروستۍ برخه کې افغان ځواکونو بیرته پر ولسوالۍ برید وکړ او طالبان یې د امنیې قوماندانۍ او ولسوالۍ له ودانیو په شا کړل.
همدارنګه د شلمې فرقې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د جنرال محمداکرم له قوله ویل شوي چې په دغه جګړه کې د طالبانو لس تنه وژل شوي او ۹ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
پخپله طالبانو د قلعه ذال د ولسوالۍ د مرکز د بیرته له لاسه ورکولو په هکله څه نه دي ویلي، خو تیرشپه د دغې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي بیان کې د قلعه ذال د ولسوالۍ په بشپړه توګه د نیولو خبر ورکړی وو.
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغې ډلې وسله والو له تیرو دریو ورځو را په دې خوا د کندز ولایت د قلعه ذال د ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات پیل کړي وو.
طالبانو ویلي، چې تیر ماښام یې لومړی د ولسوالۍ امنیه قومندانۍ او ورپسې د ولسوالۍ مرکز، له پاتې پوستو سره ونیول چې په ترڅ کې یې ۸ رینجر، یو هایلکس پکپ موټر، ۲ موټرسایکل، له لسګونه میله سپکې او درنې وسلې، د دغې ډلې وسله والو ته په لاس ورغلل.
طالبان وایي، د تیرې ورځې په ماښامنۍ نښته کې يې د افغان امنیتي ځواکونو اته کارکوونکي وژلي او ۱۵ نورټپیان کړي دي.