شاته

د ارمنستان په پلازمینه کې له پولیسو سره نښتې شوي

د ارمنستان په پلازمینه یرووان کې زرګونو کسانو چې د یوې وسله والې ډلې ملاتړکوي، پرون چهارشنبې له پولیسو سره نښتې وکړې.

په یرووان کې د یکشنبې په ورځ وسله والو کسانو د پولیسو پر یوه مرکز حمله وکړه چې یو پولیس په کې ووژل او شپږ تنه زخمیان شو.

دې وسله والو ۴ پولیس په دې مرکز کې یرغمل کړي دي.

دې وسله والو د ارمنستان له حکومته د اپوزیسیون هغه مشر د ازادي غوښتنه کړې چې تېره میاشت د غیرقانوني د وسلو درلودو په تور زنداني شوی دی.

د دې وسله والې ډلې پلویانو پرون له پولیسو وغوښتل چې هغوي ته خوراکي مواد ور واستوي.

قهرجنو مظاهره چیانو پولیس په ډبرو وویشتل او مجبور یې کړل چې له ځانه د دفاع او د هغوي خورولو لپاره ګازي بمونه ور وغورځوي.

په یرووان کې د ازادي راډیو خبریال د نښتې په ځای کې پر سرکونو د وینې نښې او یو په وینو لړلی سړی هم لیدلی دی.

د نښتې پر مهال، سیمې ته ۳ امبولانس موټر هم ور استول شوي وو.