شاته

ضمیر: لاهم افغانستان هرکال ۴ میلیارده ډالره خوراکي مواد واردوي

د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزیر وایي، له پراخو امکاناتو سره-سره بیا هم افغانستان هرکال د څلور میلیارده ډالرو په اندازه خوراکي مواد له بهره واردوي.

اسد الله ضمیر له ازادي راډيو سره مرکه کې وویل، اړتیا ده چې د کرنې په سکټور کې پراخه پانګونه وشي تر څو داخلي اړتیاوې له کورنیو تولیداتو پوره شي.

د ازادي راډیو خبریال قسیم سوله مل دغه مرکه کړې ده.