امریکا په افغانستان کې د القاعدې په دوو مشرانو برید کړی
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د کنړ په ولایت کې یې د القاعدې په دوو مشرانو باندې برید کړی دی.
په هغه بیان کې چې د امریکا د دفاع د وزارت خپور کړی ویل شوي دي چې برید د یکشنبې په ورځ، چې د اکتوبر د میاشتې ۲۳ نیټه کیږي، شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د برید هدف په افغانستان کې د القاعدې تر ټولو لوړپوړي مشران فاروق القحطاني او بلال العتابي وو.
په خبرپانې کې راغلي دي چې د امریکا د دفاع د وزارت دا جاج اخلي چې آیا په برید کې دغه کسان وژل شوي او که نه.
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې که دغه دوه کسان په برید کې وژل شوي وي نو دا به په افغانستان کې القاعدې ته یوه لویه ضربه وي.
د القاعدې ډلې القحطاني د افغانستان په جنوب ختیځ کې خپل مشر ټاکلی و او دا وظیفه یې ورکړې وه چې په افغانستان کې د القاعدې مرکزونه بیرته فعال کړي.
القحطاني د امریکا په خلاف د بریدونو د پلان جوړونکو نه و او په امریکايي او ائتلافي ځواکونو د مرګوني بریدونو سابقه یې هم لري.