شاته

د اقلیم په بدلون کې د ځوانانو مسؤلیت

د اقلیم بدلون یا تغیرClimate Change څه شی دی؟د اقلیم بدلون زموږ چاپېریال ته څه تاوان پېښولی شي؟ موږ "ځوانان" د اقلیم د بدلون د بدو تاثيراتو او د چاپېریال د ککړتیا د مخنيوي لپاره څه کولای شو او اړوند ادارې په دې برخه کې څه مسؤلیتونه لري؟

دا څه په دې تاندې څانګې کې اورئ او پر دې موضوع مو د ځوانانو په شمول د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې NEPA مسؤلین او د چاپېریال برخې متخصصین او کارپوهان غږولي دي.

اقلیم او موسم فرق سره لری؛ موسم په کال کې څلور ځله بدليږي، پسرلی، اوړی، منی او ژمی. خو اقلیم له کلونو راهیسې د یوې سيمې د موسم هغه اوسط ډول دی چې بدلون يې ښايي سلګونه او زرګونه کلونه وخت ونیسي. د چاپېریال د برخې د متخصصینو په وینا کاربن ډای اکسایډ، ميتان، نېټروېس آکسایډ او ځينې نور هغه ګازونه دي چې توليد يې د وخت په تېرېدو سره د نړۍ تودوخه زیاته کړې او د اقلیم د بدلون سبب شوي دي.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی او د دې خپرونې بشپړ متن د تاندې څانګې پر فېسبوک پاڼه موندلی شئ..

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ:

http://facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:

http://pa.azadiradio.com

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:http://Shafaqn@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.