شاته

ایرن نوې "بې پیلوټه انتحاري" الوتکه جوړه کړې

د ایران پاسداران انقلاب د چارشنبې په ورځ یوه نوې بې پیلوټه الوتکه یا ډرون ښکاره کړه چې د سمندر له سطحې به پرواز کوي او خپل اهداف به له منځه وړي.

د ایران پاسداران انقلاب ویلي دي چې دا یو ډول "انتحاري ډرون" الوتکه ده چې د ضرورت پر وخت به د غلیم له کشتیو سره ټکر کوي.

دغه نوې ډرون په داسې وخت کې معرفي کیږي چې د ایران سمندري ځواکونو د پارس په خلیج کې د امریکا د سمندري قواو سره جدي مقابلې کړي دي.

د تسنیم په نامه د ایران نیمه رسمي خبري اژانس د چارشنبې په ورځ ددغې نوې ډرون عکسونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې دا نوې بې پیلوټه الوتکه تر یو زر کیلو میترو پورې واټن وهلی شي او څلور ساعته پرواز کولای شي.

د تسنیم خبري اژانس ویلي دي چې دغه ډرون دوه څرخونه لري چې د یو "هدف سره به ټکر کوي که دغه هدف یوه کشتۍ وي او که د سوق او ادارې کوم سمندري مرکز.

څه موده مخکې هم ایراني رسنیو رپوټ ورکړی و چې تهران د هوايي بریدونو لپاره یو ډرون جوړ کړی چې د د رسنیو د رپوټونو له مخې دا ډرون د هغه امریکايي بې پیلوټه الوتکې په شان دی چې د ٢٠١١ کال د دسامبر په میاشت کې د افغانستان نه د ایران فضا ته داخله شوې وه او هلته لویدلې وه.

د ایران نیمه رسمي آژانس تسنیم ویلي وو چې دا ډرون صاعقه نومول شوی دی او کولای شي څلور نښې په رهبري شوي راکټونو، په نښه کړي.