BBC
 شاته

ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

Image copyright Reuters

ترکیي کي تر ناکامې کودتا وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې هېواد کې درې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

ښاغلي اردوغان چې په انقره کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دولت کابینې ناسته کې خبرې کولې ژمنه وکړه چې "وسله والو ځواکونو کې به ټول ویروسونه پاک کړي."

دا پرېکړه کېدای شي چې تر ناکامې کودتا وروسته د ۱۰۰۰ نیول شویو کسانو د توقیف غځولو لپاره هم وکارول شي.

تر دغې کودتا وروسته تر ۶۰۰ ډېر ښوونځي هم تړل شوي او زرګونه دولتي کارکوونکي له دندو ویستل شوي.

ښاغلي اردوغان وویل چې "ددې ګواښ لمنځه وړلو لپاره ژر ترژره بیړنی حالت" لازم دی او زیاته یې کړه چې د ترکیې وګړي نباید "د دیموکراسۍ، قانون حاکمیت او بنسټیزو حقونو او ازادیو په اړه لږه اندېښنه دې هم نه لري."

هغه خپلو خبرو کې وویل، بیړنی حالت به له دغو ارزښتونو ساتنه وکړي.

د ترکیې ولسمشر له هغو کسانو د "شهیدانو" په توګه یادونه وکړه چې ددې کودتا په لړ کې ووژل شول او ویې ویل "ترکیه به هېڅکله د هغو کسانو زړورتیا او سرښندنه هېره نه کړي چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړ."

ښاغلي اردوغان وویل، نور هېوادونه باید د ترکیې په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او زیاته یې کړه چې "دا ملت خپله د خپل برخلیک ټاکلو حق نه لري."