شاته

غور کې د داعش ډلې دیرش ملکي وګړي ووژل

که څه هم لا تراوسه امنیتي ارګانونو په غور ولایت کې د داعش ډلې موجودیت په رسمي توګه تائید کړی نه دی، خو د دغه ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې دغې ډلې لږ تر لږه دیرش ملکیان په غور ولایت کې په ډزو وژلي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، دا ملکي وګړي تیره ورځ د دغه ولایت د فیروزکوه د ښار په غلمین سیمه کې د خاشاکو د ټولو پر مهال لومړی د داعش ډلې غړو یرغمل کړل او وروسته یې په ډله ایزه توګه په ډزو ووژل.

له بلې خوا د غور د ولایتي شورا رئیس فضل‌الحق احسان امریکا غږ ته د ۲۷ ملکي کسانو وژل تائید کړل او ویې ویل، یو شمیر وسله‌والو کسانو لومړی ۲۴ تنه ملکي وګړي په غره کې د خاشاکو د ټولولو پر مهال ووژل او کله چې خلکو د دغو وسله‌والو په وړاندې غبرګون وښود درې نور کسان یې هم ووژل.

هغه وویل "په وژل شوو کې یو کس د امنیت مدیر او یا د امنیت کارکوونکی وو پاتې نور ټول ملکي کسان وو".

د غور د ولایتي شورا رئیس فضل‌الحق احسان او د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، چې په دغه ولایت کې د غلام فاروق په نوم د غیرمسؤلو وسله‌والو یو قوماندان هم وژل شوی دی.

که څه هم د والي ویاند دغه وسله‌وال د داعش ډلې پورې تړلي وبلل خو د ولایتي شورا رئیس وویل، چې دا کسان کومې ډلې پورې تړاو نه لري.

خو د غور ولایت مدني فعال حسن حکیمي امریکا غږ ته وویل، وژل شوي کسان چې شمیر یې له دیرشو پورته دی، د ملا رحمت‌الله د ډلې له خوا وژل شوي دي.

د حسن حکیمي پر وینا د وسله‌والو طالبانو ترمنځ له اختلافاتو وروسته، د ملا رحمت‌الله ډله په دوو برخو وویشل شوه، چې یوه ډله یې طالبانو ته وفاداره پاتې شوه او بله یې د رحمت‌الله په مشرۍ له داعش ډلې سره یو ځای شوه.

د غور ولایتي شورا او مدني فعالان پر امنیتي ارګانونو انتقاد کوي، چې د دغو ډلو پر وړاندې یې تر اوسه هیڅ ډول اقدامات ترسره کړي نه دي.

خو د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي امریکا غږ ته وویل، د دغو یرغمل شوو د ژغورنې لپاره تیره ورځ امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړل، خو مخکې له دې چې د یرغمل شوو کسانو په ژغورلو بریالي شي، د وسله‌والو له خوا ووژل شول.

له بلې خوا د افغانستان ولسمشر محمد‌اشرف غني دا پېښه په کلکه غندلې ده او د قُربانیانو له کورنیو سره یې د غمشریکۍ سربیره ویلي، چې د پېښې له عاملینو څخه به غچ واخلي.

له ارګ څخه په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي، چې مدني لاریونونه، سپیڅلي ځایونه، عزاداران او د لویو لارو مسافر د تروریستانو او جنایت کارانو له خوا په نښه کیږي.

په اعلامیې کې راغلي، چې دغه ډول جنایتونه هره ورځ د جنایتکارانو دوسیې پړسوي او هغوی به د جنګي جنایتکارانو په توګه یوه ورځ عادلانه محکمې، د افغانستان خلکو او قانون ته ځواب ووایي.