شاته

پاکستان دجوبائیډن انتظامیې سره سي پیک کې دسرمایه کارۍ اؤ اقتصادي اړېکو دپراختیا کمیټه جوړه کړه

دپاکستان مرکزي حکومت دامریکا د نوي صدر جو باېډن د انتظاميې سره په سي پېک پروژه کې د ممکنه سرمایه کارۍ په ګډون د اقتصادي اړیکو د سر دوباره ټينګولو او د نورو اړخونو لټولو لپاره يوه ستره کمېټي جوړه کړې ده.

مطبوعات وايي دا کمېټي به د امريکا سره دتماسونو سر دوباره ټینګولو دپارهپه یو شمېر تجارتي او اقتصادي وړانديزونو غور کوي خو په دې کې به د قامي امنیت او دفاع چارې شاملې نه وي.

امریکا د چين پاکستان په اقتصادي پروژه سي پېک شک کوي او دې ته د یوې امنیتي پروژې په سترګه ګوري او وايي دا به د پاکستان لپاره هم د چينايي پورونو يو لټ ثابت شي.

دا څوارلس کسيزه وزارتي کمېټي چې مشري یې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي کوي سبا د ګل په ورځ خارجه وزارت کې وويني چې داسې د امريکا د نوي صدر جوباېډن د انتظاميې سره د اقتصادي اړیکو په لړ کې په یو شمېر وړانديزونو د غور عمل پیل کړي.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه وايي د واکمن ګوند تحریک انصاف حکومت د امریکا د نوې انتظاميې سره د تجارت، پانګونې، انرژۍ او د اقتصادي همکارۍ په څانګو کې سر دوباره رابطې ټينګول غواړي.

په دې ورستیو کې خپلواکه څېړنيزې غېر دولتي ادارې تبادلب په خپل يو پاليسي رپورټ کې دپاکستان په حکومت غږ کړی ؤ چې د امریکا د نوي صدر جو باېډن د انتظاميې سره دهېواد د سټراټيجکي اهميت او وړتيا پرځائ په اقتصادي کچ خپلې اړیکې جوړې کړي.

اېکسپرېس ټريبيون د سرچينو د قوله لیکي، چې دپاکستان د خزانې وزارت په دې وروستیو کې دنړیوالې مالياتي ادارې ایي اېم اېف او نړیوال بېنک سره د مالي ليکو د جارى ساتلو لپاره هم د امريکا مرسته ترلاسه کړې وه او بیا ايي ایم اېف پاکستان ته په اسانو شرطونو د شپږ اربه ډالرو پور منظور کړی.

کال 2013 کې د چین د يو سړک او کمربند په پروژه کې د پاکستان د شاملېدو پرېکړې اسلام اباد سره د واشنګټن اړیکې سړې کړې وې.

امریکا په سي پېک اقتصادي راهدارۍ نېوکې لري او دا د پاکستان لپاره د چينايي قرضو ېو لټ ګرځوي. خو چين د امریکا دغه نیوکې ردوي.

د اقتصادي چارو څېړونکی ډاکټر اشفاق حسن خان د پاکستان د حکومت د امریکا سره د اقتصاد په څانګو کې د اړیکو سر دوباره ټينګول يو غوره پرمختګ بلي او ډيوه ته وايي امریکا د سي پېک په راهدارۍ شک کوي او دا ېوه سيکيورټي پروژه ګڼي.

هغه وايي پاکستان به غواړي چې د امریکا دغه اندېښنې او شکونه لېرې کړي او هغه په دې پروژه کې شامله کړي. او که امریکا په دې کې پانګونې وکړي نو هيله ده چې شکونه یې ختم شي ولې چې دا يوه تجارتي او اقتصادي پروژه ده.

هغه وایي نه ګڼي چې چين په دې اعتراض ولري.

د چین اؤ پاکستان ترمنځ د سي پېک راهدارۍ په اقتصادي پروژه د تېرو درېو کلونو راهیسې کار روان دی او مطبوعات وايي د پاکستان حکومت د چين څخه د سي پېک په اړوند د لسمې مشترکه کمېټۍ د غونډې په نېټه ترلاسه کولو کې هم ناکامه شوی دی

څېړونکي وايي په تېرو څو کلونو کې دپاکستان دننه د چين نېغ په نېغه پانګونې هم کمې شوې دي.

ېو بل اقتصاد پوهه ډاکټر سلمان شاه ډيوه ته وايي د نړۍ هېوادونه هم غواړي چې دا سيمه په اقتصادي توګه وده وکړي او ترهګري ختمه شي او امریکا به هم غواړي چې د سيمې په اقتصادي او تجارتي هلوځلو کې برخه واخلي.

هغه وايي زما په اند امریکا له هم په سي پېک کې دلچسپي اخستل پکار ده ولې چي پاکستان د سويلي او مېنځنې اېشيا د سيمې اقتصادي دروازه ده او سي پېک هم د پاکستان نه تېرېږي.

امریکا پرله پسې د پاکستان د برامداتو لوېه منډهي ده او د پاکستان د مرکزى بېنک شمېرې ښيي چې د روان مالي کال په لمړيو اوو مياشتو کې پاکستان امریکا ته د 2680 ميلنه ډالره توکي برامد کړي دي.