شاته

وسله والو هلمند کې یوه پولیسه ټپي او میړه یې وواژه

په هلمند ولایت کې په یوه وسله وال غلچکي برید کې يوه پوليسه ټپي شوې او خاوند يې وژل شوی دی.

پېښه نن یکشنبه مارچ اوومه(کب ۱۷) سهار لس بجې د لښکرګاه ښار په دوهمه حوزه کې شوې ده.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال ولي جان سرحدي امریکا غږ ته وويل چې څارمن ملالۍ له خپل کور څخه دندې ته روانه وه چې وسله والو پرې برید وکړ.

ده وويل چې د برید کونکو د نیول کېدو په موخه د پېښي سیمه د امنیتي بنسټونو له لوري څارل کیږي او شکمني سیمي پلټي.

نوموړي زیاته کړه: "نن سهار د جنايي برخي پوليس افسره څارمن ملالۍ د شېخ زاید جامع سره نږدې خپل د سپرلۍ په موټر کې تر وسله وال غلچکي برید لاندي راغلې دا ټپي شوې او خاوند يې چي له دې سره يې د محرم په ډول دنده مخ ته وړل په پېښه کې وژل شوی، څارمن ملالۍ روغتون ته رسول شوې موږ د پېښي د عاملینو د نیول کیدو په هڅه کې یو."

څارمن ملالۍ د هلمند په امنیه قومندانۍ کې له تېرو ۱۲ کالونو راهیسې په بیلا بیلو برخو کې دنده تر سره کړې او د يوې پیاوړي پوليس افسري په توګه يې شهرت پيدا کړی.

په هلمند کې ټولټال ۵۰ پوليسې دي چي تر ډيره د جنايي او امنيتي پېښو پر مهال د کورونو د تلاشۍ په برخه کې دندې مخته وړي.

تر دې مخکې هم د جنوب په بېلا بېلو ولایتونو کې پوليسي تر وسله والو بریدونو لاندي راغلي.

تر هلمند مخکې يې په ګاونډي ولایت کندهار کې د محبس پوليس افسره فرشته هم په وسله وال غلچکي برید کې ووژله چي تازه يې په نوم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ۷ نورو افغان میرمنو سره د زړه ورتوب جایزه هم اعلان کړې.

په هلمند کې پر ښځينه پوليسې د ننني برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په مرکز لښکرګاه کې د ملي امنیت د نظامي څارنوالۍ رئیس هم په موټر بم چادنه کې ووژل شو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي