شاته

کرونا ویروس؛ څه باندې ۳۱زره افغان روغتیايي کار کوونکي واکسین شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق د بهیر له پيل څخه بیا تر دا مهاله ۳۱۱۵۰ روغتیايي کار کوونکي واکسین شوي دي.

یاد وزارت نن یکشنبه مارچ اوومه (کب ۱۷) ویلي چې په دغه هیواد کې روغتیايي کار کوونکو، د امنیتي سکتور او رسنیو کار کوونکو ته د واکسین ورکولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس یوازې په تیره اونۍ کې ۲۲۳ روغتیايي کار کوونکو ته واکسین ورکول شوی دی. او په وینا یې زرګونو امنیتي سرتیرو ته هم واکسین ورکړل شوی، خو دقیق شمېر یې معلوم نه دی.

په افغانستان کې په هند هیواد کې د جوړ شوي کرونا واکسین تطبیق د روانې کب میاشتې پر پنځمه نېټه پيل شو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دامهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس د ۵۵۸۷۶ مثبو پېښو ثبتېدو خبر ورکړل شوی دی.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس له خپرېدو څخه بیا تر دا مهاله له یاد ویروس څخه ۲۴۵۱ ناروغان مړه شوي او ۴۹۳۰۰ تنه بیرته روغ شوي دي.

یاد وزارت همدارنګه ویلي چې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس ۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوي او دوه ناروغان مړه شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې سل میلیون کسان په یاد ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیونه کسان ورڅخه مړه شوي دي.